آيا له جرمني څخه د مهاجرو د اخراج پروسه سمه ده؟
۱۳۹۵ آذر ۲, سهشنبهد برلین-براندنبورگ په نوم د «مهاجرو د اخراج څارونکي سازمان» ويلي دي چي د برلين له «ټیگل» او«شوني فېلډ» هوايي ډگرونو څخه په ۲۰۱۴م کال کي ۱۶۳۹ او ۲۰۱۵م کال کي ۲۳۱۸ مهاجر اخراج سوي دي.
دغه خبره د نوموړي سازمان په هغه لومړني رپوټ کي سوې ده چي د دوشنبې په ورځ په برلين کي خپور سوی دئ. په دغه سازمان کي د نورو تر څنگ کلیساوي هم حضور لري.
ياد سازمان همدارانگه ویلي دي چي د دوی څارونکي د ۶۱۰ انفرادي کسانو او ۱۸ تنو یوې ډلي سره ملگري وه او هغوی یې د اخراجبدو پر وخت بدرگه کړي دي.
د برلین-براندنبورگ په نوم سازمان (FABB) د مهاجرو د اخراجیدو څارنه کوي او کوښښ کوي چي پر هغوی باندي حقوقي سټانډرد تطبیق او په احترام سره وایستل سي.
خو دغه سازمان شکایت کوي چي د اخراجیدو پر وخت ډیرو کسانو ته پوره چښاک او خوراک نه ورکول کیږي. دا هم په داسي حال کي ده چي له برلین څخه بیا تر اصلي مقصد یعنی د مهاجرو تر اصلي هیوادو پوري پرواز اکثرأ ساعتونه دوام کوي.
د دغه سازمان په غوښتنه د ۲۰۱۴م کال له پیل څخه د برلین له هوايي ډگرونو څخه اخراجیدونکو مهاجرو سره یو بدرگه کوونکی هم ملگری وي. دغه کار د فرانکفورت او دوسلدورف په هوايي ډگرونو کي هم تر سره کیږي.
په دغه سازمان کي د پولیسو تر څنگ چي اخراجیدل عملي کوي، د برلین– براندنبورگ د اخراجیدلو پروسې چاروکي، کلیساوي، د ملگرو ملتو د مهاجرو د عالي سازمان، بخښني نړيوال سازمان او د سياسي پناه غوښتني پلوي سازمان( Pro Asyl) استازي هم برخه لري.
نور مطالب: