1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا روسیه او ایران غواړي له طالبانو سره اړیکي پراخې کړي؟

۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبه

هغه تورونه چې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې پر روسیې او ایران لګول کیږي، په افغانستان کې د یوې داسې نوي نیابتي «ستري لوبي» د پيل په اړه اندیښنې راپورته کړي، چې کولای شي د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه کمزوري کړي.

https://p.dw.com/p/2V0o5
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

مسکو او تهران ټینګار کوي چې له طالب جنګیالیو سره یې د اړیکو هدف د سیمه ایز امنیت پیاوړی کول دي، خو سیمه ایز افغان او امریکایې چارواکي چې لا پخوا د افغانستان په اړه د پاکستان له دوه ګوني سیاست څخه مایوسه شوي دي، د ایران او روسیې د اهدافو په هکله شک لري.

د واشنګټن پخوانی دښمن ایران په دې تورن دی چې له طالبانو سره په پټه مرسته کوي. څارونکي وایې چې روسیه یووار بیا د سړې جګړې وخت ته ستنه شوې ،څو په داسې یو وخت کې د امریکا متحدو ایالاتو لاسته راوړني له خپل مسیره وباسي چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر تونالد ترمپ پالیسي نامعلومه ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسون، په افغانستان کې د بهرنیو قدرتونو د بدبینانه نفوذ په اړه وویل: «د روسیې په اند طالبان هغه کسان دي چې د داعش یا«اسلامي دولت»ډلي پر وړاندي جنګیږي.»

دغه امریکایې جنرال زیاته کړه: «هغه عامه مشروعیت چې روسیه یې طالبانو ته کوي، د فکتورونو پر مبنا نه دی ولاړ، بلکې هغه لار ده چې د افغانستان د حکومت او ناټو کوښښونه کمزوي، او برعکس یاغیان پیاوړي کوي.»

جنرال نیکلسون د افغانستان د لویدیځ ګاونډي په هکله وویل: «د ایران په اړه ورته وضعیت دی. دغه هیواد هم له طالبانو سره اړیکي لري.»

روسیې په رسمي ډول افغان ځواکونو ته پوځي څرخۍ الوتکي ورکړي، خو چارواکي او کارپوهان وایې چې دغه هیواد له طالبانو سره هم د وسلو مرستې کړي دي.

یوه لوړپوړي افغان چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ په ځانګړي توګه هغو په وسلو بار موټرو اندیښمن کړي یو، چې په دې وروستیو کې له تاجکستان هیواد سره په ګډه پوله کې ونیول شول.»

دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې «له سرحد هاخوا د طالبانو ملاتړ به د افغانستان د شمال امنیتي وضعيت لاپسې خراب کړي».

د طالبانو یوه قوماندان اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل چې د روسیې ملاتړ سبب سو چې دوی په اکتوبر میاشت کې د کندز ښار یووار بیا ونیسي. همدارنګه یو شمیر سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو استازو څو واره په تاجکستان او مسکو کې له روسي چارواکو سره لیدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ويلي دي«هیڅ هیواد باید له هغو وران کارو ډلو سره تماس ونه لري چې د افغانستان دښمن وي. دا د جګړې د قربانیانو بې احترامي ده. موږ له روسیې او ایران څخه غواړو چې ترهګرۍ ته د ماته ورکولو له پاره له افغانانو سره کار وکړي.»

د روسیې په سفارتونو کې د شوروي اتحاد د وختو تجربه لرونکو اشخاصو ګومارل به د سړې جګړې له تکتیکونو څخه د استفادې په معنی وي، هغه هم په داسې یو وخت کې چې د مسکو او واشنګټن مناسبات د اوکراین او سوریې د شخړو له امله زیانمن شوي دي.

ځيني کارپوهان وایې داسې نه شي کیدای چې د داعش ډلي په هکله د روسیې او ایران اندیښنې په سادګۍ سره له پامه وغورځول شي. په واشنګټن کې د وودرو ویلسن مرکز شنونکی مایکل کوګلمن، وایې: «امکان لري داعش په افغانستان کې د پام وړ حضور ونه لري، د خپل حضور په پراخولو سره د دوی نوم په ټولو ځایونو کې یوه لویه ویره اچولې.»

دغه شنونکی زیاتوي چې موږ نه شو کولی دا احتمال رد کړو چې «روسیه او ایران دې په راتلونکي کې د «اسلامي دولت» ډلې د لا زیات پیاوړي حضور پر وړاندي د مبارزې په خاطر، له طالبانو سره خپلي اړیکې لا زیاتې پراخې کړي.»

نور مطالب: