1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د فرانسې افراطي ښی اړخو په ټاکنو کي ماته خوړلې؟

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

د فرانسې ښی اړخه افراطي ګوند د دغه هیواد د سیمه ییزو ټاکنو دویم پړاو بایللی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې مخکښ وو.غیري رسمي پایلي ښيي چې اوسه په دغو ټاکنو کې د نیکولا سرکوزي گوند مخکښه دی.

https://p.dw.com/p/1HMrr
انځور: picture-alliance/dpa/C. Mahoudeau

له رای ورکوونکو څخه د فرانسې د سوسیالیستانو هغه غوښتنه چې د دغه هیواد «ملي جبهې» ګوند ته رای ور نه کړي او پر ځای یې د سرکوزي د «جمهوری غوښتونکو» په ګټه خپلي رایې وکاروي. د همدې غوښتنې په پایله کې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د سرګوزي ګوند مخکښ شو.

که څه هم د مرین لي پن، ښی اړخه افراطي گوند «ملي جبهه» په ټاکنو کې بایلونکی شوی دی خو اوس هم د دې هیواد سیاستوال وایي چې د دې ګوندې د ډیرو افراطي ښی اړخو نظرونو له کبله، هغه کولای شي چې بیا هم ستونزي رامنځ ته کړي.

د فرانسې نشنلست ګوندونو له هغه وروسته د ملې جبهې د منزوي کولو پریکړه وکړه، چي په لومړيو ټاکنو کې يې ډیري رایې ترلاسه کړې.

سرکوزي چې اوس یې ګوند مخکښ دی ویلي دي چې ګوند به یې د افراطیانو پر وړاندي له خپل موقف څخه تیر نه شي او د بېکارۍ او اروپايي ټولني پر موضوعګانو باندي به کار وکړي.

تر ماتي وروسته د ملي جبهې ګوند ویلي دي چې د فرانسې دوه لوی نشنلست ګوندونه د یوې سکې دوه مخه دي او دا چې یوازي دغه ګوند کولای شي اصلي سیاسي بدیل رامنځ ته کړي.

د دغه ګوند مشرانو ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون وکړي.