آيا د روسيې او امریکا تر منځ د نوي نژديوالي امکان سته؟
۱۳۸۷ اسفند ۱۶, جمعهروسيه غواړي پرمصرفه اټومي راکټان د امکان تر حده ژر له منځه يوسي. په پرينسيپ کښي دواړه خواوي پر دې موافقي دي، چي د ساړه جنګ د وخت پاته راکټان ،چي اصلاً د متقابلي نابودۍ دپاره جوړ سوي وه، د امنيتي - سياسي لحاظه نوره مانا نلري. خو سربيره پر هغه په تيرو کلوکي د بې وسلې کولو قراردادونه هميشه د هغه د جزيياتو يا د متقابل سياسي اختلاف له کبله د ناکامۍ سره مخامخ وه.
دSTART II تړون چي په 1993 کال کي امضأسو،په واقعيت کي هيڅ وخت عملي سوی ندی.
د2002 کال په جون کي د روسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين اعلان وکۍ،چي دغه تړون نور نه مني. تر دې يوه ورځ دمخه امريکا د ABM د تړون څخه وتلې وه، تر څو نوي دفاعي ستراتيژيکي راکټان جوړ کي.
په عيني حال کښي بيا پوتين او د امريکا دمتحده ايالاتو د هغه وخت جمهوررييس بوش د SORT په نامه پر يو تړون سره موافق سول. په دغه تړون کښي راغلي وه،چي دواړه خواوي تر2012 کال پوري دداسي ستراتيژيکي راکټانو د جوړولو اجازه لري ،چي سرګلولې به يې د 1700 څخه تر2200 اضافه نه وي.خو دا يوازي ددوی نيت او دکار د اجندا هدف ؤ.
د امريکا متحده ايالات نن جمعه په ژنيو کښي غواړي چي دغه موضوع هم بيرته پر حرکت راولي. دواړه خواوي پر دې فکر کوي چي د START II تړون د کال تر پايه پوري لغؤ کي. د بين امللي حقوقو پر بنأ اوس لا هم د START I د قرارداد د راکټانو د آخري حد د درلودلو خبره اعتبار لري. ددغه تړون پر اساس د امريکا متحده ايالات او روسيه هر يو تر6000 راکټانو د درلودلو اجازه لري.
په عمل کي بيا د بې وسلې کولو قراردادونه وختي لا عملي سوي دي. د اټکلونو له مخه دامريکا متحده ايالات ددغه ډول راکټانو څخه تر 2300 راکټانو او روسيه تر هغه هم ډير لږ په اختيار کي لري. اوسني د ليري فاصلې راکټان په اوس وخت کي د يوه معين هدف د ويشتلو دپاره ندي عيار سوي.
په عيني حال کښي بايد په ژنيو کښي د په اصطلاح د ايران او شمالي کوريا په مقابل کي د دفاعي راکټانوپر سر خبري وسي. خو تر اوسه پوري امريکا ددې سره مخالفت کړی دی،چي د روسيې غوښتني ته تسليم سي.
په ټول پروګرام کي په اروپا کي د قاروي پوځونويا KSE قرارداد هم شامل دی،چي د روسيې اوناټو د پوځونو وروستی حد تعينوي،خو هغه هيڅ وخت مکمل امضأ سوی ندی،ځکه نو تطبيق سوي هم ندی.