1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د المپيک په کمېټه کي واسطه چليږي؟

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

که څه هم د یو شمیر کارپوهانو په اند د افغانستان د المپیک کمېټې په تیرو لسو کلونو کي ډیري برياوي درلودې. خو بیا هم پر دې کمېټې باندي د فساد او اختلاس تورونه لگول کیږي.

https://p.dw.com/p/15zTu
انځور: NOC Afghanistan

افغانستان په ۲۰۰۸ کال کي په لومړي ځل د المپیک په لوبو کي لومړی د برونزو مډال وگاټه. دغه بریا په ۲۰۱۲ کال کي بیا تکرار شوه او افغانستان د لندن د المپیک په لوبو کي یو بل مډال هم وگاټه. افغانستان د لندن د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبو ته د یوې ښځي په گډون پنځه تنه ورزشکاران لېږلي ول.

د افغانستان یو شمیر ورزشکاران د افغانستان د المپیک پر کمیټه باندي نیوکه کوي، چي د ملي لوبډلو د لوبغاړو په ټاکلو او د المپیک لوبو ته په لېږلو کي عدالت نه کوي. دغه ورزشکاران وایي، چي د ملي لوبډلو ډیری غړي د واسطو پر اساس غوره کیږي نه د هغوی د استعداد له مخې.

د هرات ولایت یو تن ورزشکار مالک وویل: «زه به ئې نوم نه اخلم خو دلته په هرات کي دوه یا درې داسي ورزشکاران شته چي د المپیک له لوبو پاته شول خو هغوی ئې استعداد لاره. هغوی د سیمې په کچه د ډیرو هیوادونو له ورزشکارانو څخه مډالونه گټلي دي... موږ د المپیک په لوبو کي یوازي پنځه لوبغاړي لرل او یو مډال مو وگاټه. خو که مو ډیر ورزشکاران لرلای نو ډیر مډالونه به مو گټلي وای.»

د افغانستان د المپیک د کمېټې رئیس ډگر جنرال محمد ظاهراغبر، وویل چي په ورزش کي واسطه او یا هم اړيکی په پام کي نه شي نیول کیدای. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، چي د هرات د المپیک کمېټه دي ناراضي ورزشکاران د کمېټې په لگښت کابل ته واستوي چي له هغو ورزشکارانو سره پرتله شي چي د المپیک په لوبو کي ئې گډون کړی دئ:

«په خواشینۍ سره تر اوسه پوري ډیری افغانان په دې اړه معلومات نه لري چي څرنگه او څومره لوبغاړي د المپیک لوبو ته استول کیږي. د دغو لوبغاړو په اړه د المپیک کمېټه پریکړه نه کوي، بلکي مربوطه فدراسيونونه د اسیا، جنوبي اسیا او نړیوالو سیالیو له لاري لوبغاړي ټاکي. دغه لوبغاړي بیا د لارموندني تر سیالیو وروسته د المپیک لوبو ته ورځي.»

د افغانستان د المپیک پر کمیټه باندي یوه بله نیوکه دا هم ده چي د لندن د المپیک لوبو ته ئې د ورزشکارانو په پرتله چارواکي ډير استولي ول. خو اغبر وویل چي د المپیک لوبي یوازي د سیالیو له اړخه ارزښت نه لري. هغه زیاته کړه چې دغو لوبو ته باید د المپیک د کمیټې چارواکي هم سفر وکړي چي د نورو هیوادونو له ورزشي کړیو سره خپلي اړیکي ټینگي کړي:

«ورزش یوازي د المپیک په لوبو کي سیالي نه ده. په دغو لوبو کي اقتصاد، فرهنگ او سیاست... شته. دې موضوعگانو ته په کتو سره زموږ په پلاوي کي لا هم لږ کسان موجود ول. موږ باید د المپیک په لوبو کي له بېلابېلو سازمانونو سره لیدلي وای.»

ورزشکاران د اسانتیاو له نه شتون څخه سر ټکوي

دویچه ویله د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کي له ورزشکارانو سره خبري او مرکې کړي دي. ډیر شمیر ورزشکاران پخپلو ولایتونو کي د میدانونو او لازمو اسانتیایو له نه شتون څخه سر ټکوي.

اغبر هم د ورزشکارانو نیوکي مني خو وئې ويل چي له کابل څخه ئې کار پیل کړی دئ او ورو ورو به د افغانستان په نورو ولایتونو کي هم اسانتیاوي را منځته کړي:

«په لومړي قدم کي موږ باید په پلازمېنه کي چي زموږ د ټولو گډ کور دئ، دغه شان اسانتیاوي رامنځته کړو.»

«د هر ورزشکار پر سر د کاله یونیم ډالره بودجه لرو»

د افغانستان د المپیک کمېټې د مشر محمد ظاهر اغبر په خبره که د افغانستان د المپیک د کمیټې کلنۍ بودجه پر ورزشکارانو باندي وویشل شي نو د هر ورزشکار پر سره به یوازي یونیم ډالر ورسیږي.اغبر وویل چې له دغه شان بوديجې سره د افغانستان د المپیک کمېټه نه شي کولای چي په یوه وخت کي د ټولو ولایتونو ستونزي حل کړي:

«د افغانستان د المپیک کمیټې ته به دا ډیره ستونزمنه خبره وي چي د هيواد په ټولو ولایتونو کي په یوه ځل د لوبو میدانونه جوړ کړي. خو زه افغان ورزشکارانو ته ډاډ ورکوم چي د افغانستان په ټولو ولایتونو کي به میدانونه او ستیدیومونه جوړ کړو... خو موږ د دې کار له پاره وخت ته اړتیا لرو.»

د اغبر په حواله اوس د افغانستان په لسو ولایتونو کي ستیدیومونه او په پنځو کي ورزشي «کمپلیکسونه» جوړ شوي دي. هغه وویل چي د المپیک راتلونکو لوبو ته به سر له اوسه چمتوالی ونیسي چي افغانستان وکولای شي دې لوبو ته لوی ورزشي کاروان واستوي.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل