1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا کانونه د اقتصادي پرمختیا پر ځای ناامني راوړي؟

۱۳۹۵ آبان ۱۷, دوشنبه

چارواکو ویلي دي چې د کانونو غیر قانوني کیندنه اوس د طالبانو د تمویل په یوې لویې سرچینې بدله شوې ده. ویل شوي دي چې په ځینو مواردو کې ځایي اوسیدونکي پخپله طالبان خپلو سیمو ته راغواړي چې د کانونو په کیندنه کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/2SG1D
Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

افغان چارواکي وایي چې ډیری افغانان د ځایي زورواکانو او ملېشو د ناوړه چلن له کبله له طالبانو سره یو ځای کیږي. د هغوی په خبره دا موضوع طالبانو ته له کانونو څخه د ګټې ترلاسه کول اسانه کوي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار، ویلي دي: «طالبان د هغو ځایي اوسیدونکو ساتنه کوي چې کانونه کیندي. په داسې حال کې چې د دې کار پر ضد د ولسمشر فرمان موجود دی، خلک په خوشحالي دغه کار کوي.»

د محمد بیدار په خبره طالبان په بدخشان کې د خپلو لګښتونو یو پر دریمه برخه د کانونو له غیر قانوني کیدونکو څخه د پیسو ترلاسه کولو له لارې تمویلوي.

خو د طالبانو تر ټولو لویه عایداتي سرچينه په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تجارت دی. د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د تریاکو د کاروبار کلنی ارزښت له ۲ څخه تر ۳ ميلياردو ډالرو پورې رسیږي.

د کانونو غیر قانوني کیندني کلنی ارزښت بیا په افغانستان کې په کال کې بيا لسونو میلیونو ډالرو ته رسیږي.

په وروستیو وختو کې طالبانو د افغانستان په شمال کې د پخوا په پرتله ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستې دي. یوه افغان امنیتي چاواکې د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «موږ تل فکر کاوه چې د افغانستان شمالي ولایتونه لکه بدخشان، تخار او د کندز ځینې برخې د طالبانو خلاف دي، او دغه ډله به په دې سیمې کې په پرمختګ و نه توانیږي. خو موږ غلط فکر کاوه.»

تیره میاشت طالبانو پر کندز ښار باندي برید وکړ او دغه ښار یې د یوې لنډې مودې له پاره په یوه کال کې د کمودې په منځ کې د دویم ځل له پاره د لنډي مودې له پاره تر خپل کنترول لاندي راوست.

تیره اوونۍ د کندز ولایت په یوه ولسوالۍ کې د ډیرو افغان سرتیرو تر څنګ دوه امریکایي پوځیان هم ووژل شول. تیره اوونۍ په دې ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوه هوایي برید ۳۰ ملکي وګړي هم ووژل.

کانونه د افغان حکومت تر کنترول دباندي دي

په افغانستان کې د امنیت د نه شتون له کبله تر ۱۰۰۰۰ ډیر وړوکي کانونه د حکومت له کنتروله بهر دي. دغه کانونه ډیر وخت په غیر قانوني او غیر مسلکي توګه کیندل کیږي.

د بدخشان ولایت د کیران مونجان ولسوالۍ د مهدان سیمې اوسیدونکی محمد ظاهر وايي: «زه له کلونو راهیسې د لاجوردو کانونه کينم.»

هغه زیاتوي: «دا کانونه خدای د دې له پاره خلق کړي دي چې موږ یې وکينو او خپلې کورنۍ پرې مړې کړو. دا د حکومت او یا نور ملکیت نه دی.»

د بدخشان والي مرستیال وایي چې د کیران مونجان په څیر ولسوالۍ کې کانونه لري، په وروستیو وختونو کې له ډیر اهمیته برخمن شوې دي.

افغانستان د مس عینک په څیر لوی کانونه هم لري. که څه هم دغه کانونه د دولت په کنترول کې دي، خو د شاوخوا سیمو د امنیت د نه ښه والي او د بنسټونو د نه شتون له کبله د هغوی د کیندې کار لا تر اوسه پوري نه دی پیل شوی.

اټکل کیږي افغانستان له یو څخه بیا تر درو تریلیون ډالرو پورې معدني توکې لري. ډیر شمیر دغه کانونه په لیرو پرتو سیمو کې دي چې یا د حکومت ولکه پرې کمزورې ده او یا هم طالبان پرې کنترول لري.

د شمال زون د پولیسو قوماند شیر عزیر کاموال، وایي چې د ځایي زورواکانو کړنو یو شمیر سیمه ییز اوسیدونکي دې ته وهڅول چې طالبان خپلو سیمو ته دعوت کړي. هغه وایي: «اوس طالبان هلته دي او ښايي د خپلې جګړې د تمویل له پاره د کانونو کیندنه ته خپل پام واړوي.»

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي، وایي چې په ځینو مواردو کې ځایي اوسیدونکي طالبان خپلو سیمو ته راغواړي چې دوی وکولای شي د هغوی په حضور کې په غیر قانوني توګه کان کیدنه وکړي. هغه وایي: «ځایي اوسیدونکي هغوی [طالبان] بیرته دلته راوغوښتل ځکه دا ښه کاروبار دی.»

نور مطالب: