1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اداري فساد پرضد د پوتين مبارزه جدي ده؟

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل هيواد کي د اداري فساد پر ضد د جگړې اعلان کړی وو. پوتين له خپلو دولتي چارواکو سره په وينا کي ويلي دي چي «دا کوم لباسي کامپاين نه دی، بلکي د اداري فساد د ريښو ايستلو مبارزه ده».

https://p.dw.com/p/170Tc
انځور: picture-alliance/dpa

د کريملن مشر ولاديمير پوتين د نورو کلونو په شان د چهار شنبې (۲۰۱۲کال د دسمبر۱۲) د ملت د اوسني حالت په هکله وينا اوروي. روسان د خپل ولسمشر د وينا د نورو برخو تر څنگ هغي برخي ته ډير په تمه دي، چي ښايي د اداري فساد په هکله وي. پوتين د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د کامپاين پر وخت د اداري فساد پر ضد د جنگ اعلانولو ژمنه کړې وه.

د روسيې لومړي وزير ديمتري مدوېدېف په يوه تلويزيوني مرکه کي ويلي دي چي د اداري فساد پر ضد مبارزه «د يوه ستونزمن کار پېل دی». هغه زياته کړې ده، دا چي د اداري فساد د تورونو ډيري مهمي دوسيې پرانستل سوي دي او په رسنيو کي په دې هکله هره ورځ معلومات خپريږي، د اداري فساد جدي والی ښيي.

د اداري فساد موضوع د څو اونيو راهيسي د روسي رسنيو سرليکونه جوړوي. تقريباً هره اوونۍ د اداري فساد د نوو تورونو او دوسيو په هکله راپورونه ورکول کيږي. په تورن سوو کسانو کي تر ټولو مشهوره کس اناتولي سرديوکوف دی. هغه د پوتين په پخواني حکومت کي د دفاع وزير وو. خو په نوامبر کي له دندې گوښه کړل سو.

پلټونکي چارواکي د دفاع وزارت پر يوه شرکت تور لگوي، چي درې ميليارده روبله (تقريباً ۷۵ ميليونه يورو) يې اختلاس کړی دئ. ويل کيږي چي د کرهڼي وزارت تر څنگ د هوايي چارو په اداره روس کوموس کي هم په ميلياردو روبله اختلاس سوی دی.

تر ټولو لويه ستونزه

د روسيې په هکله ويل کيږي چي په دغه هيواد کي د رشوت له لاري هر کار ممکن دی. د بېلگي په توگه که يو څوک د روسيې پر سړکونو باندي تر ټاکلي سرعت چټک موټر وچلوي او ترافيکي پوليس يې ونيسي، نو سمدلاسه په نغدو پيسو ځان خلاصولای سي. د ترانسپېرنسي انترنېشنل په وينا د روسيې په روغتونونو، ښوونځيو او په دولتي ادارو کي هر چيري اداري فساد سته.

د شفافيت نړيوالي ادارې يا ترانسپېرنسي انټرنېشنل د وروستي راپور له مخي روسيه د نړۍ د تر ټولو زياتو اختلاسگرو هيوادونو څخه يوه ده. روسان هم په خپل هيواد کي د اداري فساد څخه سرټکوي او دغه د خپل هيواد تر ټولو لويه ستونزه بولي. په ۲۰۱۱م کال د دويچه ويله يوه احصائيه ښيي چي له مخي يې په سلو کي ۶۲ روسان اداري فساد د خپل هيواد تر ټولو لويه ستونزه بولي.

تر ۲۰۱۳کال پوري به د ټولي روسيې له پاره داسي يوه کمپيوټري دوسيه جوړه کړل سي، چي پکښې د اداري فساد سره تړلي هر ډول تورونه به ثبتيږي. دا خبر د مسکو يوې ورځپاڼي ايزوېستيا په خپل يوه راپور کي ورکړی دی. په مسکو کي د دسمبر په پېل کي يو گوند هم رامنځته سوی دی چي خپل نوم يې «ملت د اختلاس پر ضد» ايښی دی.

د پوتين مبارزه څومره جدي ده؟

يو شمېر تنقيد کوونکي په دې کي شک لري چي پوتين به په رشتيا د اداري فساد په له منځه وړلو وتوانيږي. د مسکو د کارنيگي مرکز د کورنيو چارو کارپوهي ليليا شوېڅووا په ۲۰۱۱ کال کي دويچه وېله ته په دې هکله خپل شک څرگند کړی وو.

شوېڅووا ويلي ول: «په روسيه کي به څوک څرنگه د اداري فساد پر ضد کاميابه مبارزه وکړي، چي آزادې محکمې او آزاده عدليه وجود نه لري». دغي کارپوهي دا څرگندونې په ۲۰۱۱کال هغه وخت کړي وې، کله چي ولاديمير پوتين د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د کامپاين پر وخت ويلي ول چي تر ۲۰۱۸م پوري به په روسيه کي اداري فساد تر زياتي برخي له منځه يوسي.

ولاديمير پوتين د تيرو ۱۲ کالو راهيسي په روسيه کي يا خو د ولسمشر او يا هم د لومړي وزير په توگه واک لري. خو په دغو ۱۲ کلنو کي هغه د اداري فساد پر ضد په څرگنده توگه مبارزه نه کړه پېل. ښايي له دې کبله چي ورته څرگنده وه چي دا يو جنجالي او مشکل کار دی. خو يو شمېر کارپوهان بيا وايي چي د اداري فساد پرضد د پوتين پېل سوې مبارزه جدي ده.

د اختلاس پر ضد د  مبارزې د کمېټې رئيس کريلي کبانوف وايي چي «دا اوس روښانه سوې ده چي اداري فساد د حکومت له پاره يوه لويه ستونزه ده». هغه له دويچه وېله سره په خبرو کي وويل چي «حکومت هڅه کوي، د ټولنيزو خدمتونو د پراخولو او پانگونو له لاري د احتجاجي غورځنگ مخه ونيسي. خو حکومت اوس ويني چي د دولتي پيسو زياته برخه د اداري فساد له کبله اختلاس سوې ده.» د نوموړي په وينا اوس حکومت غواړي چي د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي.

رومان گونچارنيکوف/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل