آيا د آلمان پوځ په افغانستان کې نوي مامريت ته اړتيا لري؟
۱۳۸۵ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
دغه څرگندونې نوموړي د برلين ورځپاڼې په وړاندې د پنج شنبې په گڼه کې وکړې.د اوسني ماموريت له مخې تر 3000 عسکرو پورې په افغانستان کې خپله دنده اجراح کولای شي چې اوسمهال 2900 په افغانستان کې شتون لري. د تورنادو د کشافي الوتکو چلول او ساتل د 250 تر 400 پورې عسکرو ته اړتيا لري. په دې ډول به د سرتېرو شمېر له دغه حد څخه ووځي که ځينې ځمکني ځواکونه له شمال څخه ونه ايستل شي.
د آلمان حکومت غواړي چې د ناتو غړو هېوداونو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډې پورې انتظار وباسي چې د جنورۍ په 26 مه نېټه په بروکسل کې تر سره کېږي. تر هغې وروسته بيا سړی د نوي ماموريت په اړه غور کولای شي.