آيا ديونان پر دولتي افلاس سربيره به يورو ثابته پاته سی
۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعهد پنج شنبې په ورځ د اروپايي هېوادونو مشران په بروکسل کې سره راغونډ شوي وو. د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل تر اوسه پوری ددې سره مخالفت لري چې له يونان سره د مالي مرستې په هکله خبری وشي .
«يونان له بشپړ افلاس سره مخامخ نه دی . ځکه نو د مرستو په هکله د بحث پوښتنه راپورته کول پکار نه ده . زما دپاره مهمه ده چې بازارونه ثابت پاته شي . د مالي مرستو خبره د پنج شنبې د غونډې په اجندا کې نه راځي، ځکه چې يونان پخپله وايي چې اوسمهال مرستو ته اړتيا نه لري .«
که په بروکسل کې د غونډې نتيجه هر څنګه وي، خو څرګنده ده چې د يونان ستونزی د يورو د پولي واحد نور غړي هېوادونه هم بوخت ساتي . د تيوبينګن په پوهنتون کې د ملي اقتصاد د چارو د متقاعد پروفيسر، يواخيم ستارباتي په اند، اوسنی حالت د دې ثبوت دی چې د يورو هېوادونه هومره متفاوت دي چې بايد يو ګډ پولي واحد ونه لري . ستارباتي په 1997 کال کې له درې تنو نورو پروفيسرانو سره يو ځای د آلمان د سترې محکمې په وړاندی د يورو د پلي کېدو په خلاف دعوه کړې وه. نن دی خپل پخواني ځيني دلايل تاييد شوي ګڼي :
«کله چې د يورو واحد رامنځته شو، نو د بېلو اقتصادي سيستمونو لرونکي هېوادونه هم ورګډ شول . هغه ځيني داسی هېوادونه وو چې شرايط يې پوره کړي او ثابت وو، خو نورو هېوادونو ته بايد د شک په سترګه کتل شوي وای. د پولي واحد ټولنې ته د داخلېدو لپاره شرطونه موجود وو. دغه شرطونه ډېر ضعيف او زړه نازړه پلي شوي او يا هېڅ کتل شوي هم نه دي . ځکه نو داسې هېوادونه هم ورسره يو ځای شوي دي چې د مختلفو اقتصادي او ټولنيز سياسي دريځونو له امله سره ښه نه جوړيږي.«
د اروپا پولي اتحاد د تعريف له مخی د اسعارو د نرخونو بدلون ردوي او دغه ستونزه يوازی ملي اقتصادونو پوری اړه لري . دا د آلمان د فدرالي بانک د مشر هلموت شليزينګر يو نظر دی چې وايي:
«ملي اقتصادونه بايد پخپله هڅه وکړي چې له نورو ملګرو هېوادونه سره همګامه پاته شي، په تېره بيا د انفلاسيون، د معاشونو د کچې په تعين او د دولت په مالي چارو کې د برابرۍ په برخو کې.«
يونان، ايټاليې، هسپانيې او پرتګال په کالونو کالونو د اروپا له پولي اتحاد څخه ګټه پورته کړې ده . هغوی د يورو په برکت د پام وړ اقتصادي وده هم کړې ده . په داسی حال کې چې اقتصادي پرمختګ په ټپه دريدلی دی، خو د دغو ستونزو پايلې ايله اوس ليدل کيږي .
رالف وينکل/نسيم صابر
کتونکي : محمد قاسم نوري