آيا بې پيلوټه الوتکي له آلمانه کنتروليږي؟
۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعهکه په صوماليا کي د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا يو شکمن ترهګر په نخښه کيږي او وژل کيږي، په دې کي د امريکا هغه اډې ښکلې دي چي په آلمان کي دي.
د آلمان د (ARD) يا لومړي تلويزيوني چينل د (پانوراما) مجلې او (زود دويچه څايتونگ) ورڅپاڼي د پلټونو پر اساس په افريقا کي د شکمنو ترهګرو په نخښه کولو او وژلو کي د دغه هيواد د راين لند فلتڅ ايالت په رمشتاين ښار کي د امريکايي ځواکونو هوايي اډه مرکزي رول لري.
د راپور په حواله له ۲۰۱۱ کال راهيسي په افريقا کي د بې پیلوټه الوتکو بريدونه له همدې آلماني ښار څخه اداره کیږي.
تر اوسه پوري په افريقا کي د بې پيلوټه الوتکو نهه مرگوني بريدونه تر سره سوي دي چي د مختلفو سرچينو د راپورونو پر اساس نزدې ۲۹ تنه انسانان پکښي وژل سوي دي.
ويل کيږي چي د دغه هر بريد اجازه بايد پخپله د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما لاسليک کړي.
په «نړيوال جرم» کي ونډه؟
که څه هم په راپور کي د معلوماتو د پټ ساتلو په خاطر د رمشتاين د دقيق رول په اړه جزئيات نه دي ورکړل سوي خو يوه خبره روښانه ده چي د دغه پوځي اډې د سټلايټونو له لاري په امريکا کي ناست پيلوټ په افريقا کي له بې پيلوټه الوتکي سره اړيکي ټينگوي.
يو شمېر رسنيو د امريکا د هوايي ځواک د يوه راپور په حواله ويلي دي چې بې له دغي اډې په افريقا کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونه تر سره کول ناشوني دي.
د امريکا متحده ايالاتو پوځي چارواکو دا خبره روښانه کړې ده چي په افريقا کي د ټولو پوځي عملياتو مسئوليت د «افريقوم» په نامه پوځي قوماندانۍ پرغاړه دي. دغه قوماندانۍ له ۲۰۰۸ کال راهيسي د آلمان په شتوتگرد ښار کي ده.
د افريقا په عملياتو کي په آلمان کي د مېشتي امریکايي آډې ښکيلتيا حقوقي پوښتني راپورته کوي. حقوق پوه تيلو مارون وايي: «که آلمان په دې اړه خبر وي چي له وسله والې جگړې پرته له تروريستانو سره مرسته کوونکی يو شکمن د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل کيږي او پرضد ئې اعتراض نه کوي نو دا کيدای سي نړيوالو حقوقو ته زيان ورسوي.»
د آلمان فدرال حکومت د تلويزيون او ورځپاڼي د پوښتنو په جواب کي پر دې باندي ټينگار کړی دئ، چي په دې اړه هيڅ ډول شواهد نه سته چي وښي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي په آلمان کي پلان سوي، يا له دغه هيواد څخه ترسره سوي وي.
حکومت ويلي دي، چي د اساسي قانون له مخي د آلمان له قلمرو څخه هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چي له نړيوالو قوانینو څخه سرغړونه وکړي.