آيا اليکترونيکي زولنې د جرمونو مخه نيولای سي؟
۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سهشنبهاليکترونيکي زولنې په اصل کي زولنې نه، بلکي يو لوی لاسي ساعت غوندي اليکترونيکي آله ده چي د مجرم پر پښه تړل کيږي. دغه اليکترونيکي آله د جي پي ايس په مرسته سيگنال خپروي چي له مخي يې څارونکي پوليس ۲۴ ساعته خبر وي چي دغه اليکترونيکي آله چيري ده.
که د اليکترونيکي زولنو اغوستونکی کس هڅه وکړي چي دغه آله له ځان څخه ليري کړي نو څارونکي ډلي ته سيگنال ورکول کيږي.
دغه راز څارونکې ډله دا هم ټاکلای سي چي د زولنې اغوستونکی کس و کومو سيمو يا ځايونو ته د تلو اجازه نه لري. که بيا هم د دغو اليکترونيکي زولنو اغوستونکی کس ممنوع ځای ته نژدې سي نو څارونکو ته سگنال ورکول کيږي چي هغه بيا د تليفون له لاري د اغوستونکي سره تماس نيسي او هغه ته اخطار ورکوي.
د سيگنال په صورت کي څارونکې ډله د سيمي پوليسو ته هم حال ورکوي چي و دغه ځای ته ځان ورسوي.
په آلمان کي له يوه کال راهيسي اليکترونيکي زولنې ازمويل کيږي. په ټوليزه توگه د ۱۵ پوليس چارواکو کاري ډله د اليکترونيکي زولنو د اغوستونکو څار د باډ ويبل نومي سيمي څخه کوي. زولنې اغوستونکي هغه کسان دي چي د محکمې له خوا د درو کالو بند تيرولو تر سزا ورکولو وروسته د اليکترونيکي زولنو د اغوستلو فيصله يې هم سوې وي.
دغه شان پريکړه محکمه د هغو کسانو په هکله کولای سي چي تر بند تيرولو وروسته د جرم د بيا تکرار گواښ يې موجود وي.
خو د الیکترونيکي زولنو د اغېزو او منطق په اړه هغه مهال پوښتني پيدا سوې چي د ۲۰۱۲ عيسوي کال په اپريل مياشت کي يوه کس چي اليکترونيکي زولنه ورباندي تړل سوې وه پر يوې ماشومي جنسي تېری وکړ.
دغه سړی د اليکترونيکي زولنې له لاري۲۴ساعته د پوليسو تر څار لاندي وو. دغه سړي د خپل يوه ملگري په کور کي د هغه پر لور جنسي تېری کړی وو. تر دغې پيښي وروسته د اليکترونيکي زولنو پر سر بحث تود سو. په آلمان کي د پوليسو د صنفي اتحاديې مشر بېرنهارد ويټ هاوټ دويچه وېله ته د دغو زولنو په هکله وويل:
«د اليکترونيکي زولنې په مرسته هيڅکله څوک د دې مخه نسي نيولای چي جنسي تېری کوونکی له دې څخه راوگرځوي چي بيا تېری تکرار نه کړي. په تخنيک سره څوک د جرايمو مخه نسي نيولای.»
خو د آلمان د کريمينولوژي د انستيتوت رئيس او د نيدرزاکسن ايالت پخوانی د کورنيو چارو ايالتي وزير پروفيسر کرسټيان فايفر بيا له اليکترونيکي زولنو څخه دفاع کوي. هغه وايي:
«د اليکترونيکي زولنو په مرسته د يوې پيښي پلټنه په آسانه توگه تر سره کېدلای سي.»
د فايفر په وينا د اليکترونيکي زولنو يوه بله گټه د دولت له پاره اقتصادي سپما ده. د هغه په وينا که يو مجرم په بند کي وساتل سي نو هره ورځ ورباندي د دولت۱۳۰ يورو مصرف راځي. خو که ورته اليکترونيکي زولنې ور واغوستل سي نو بيا يې مياشتنی لگښت۲۳۰ يورو دی.