1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا الماني ځواکونه اجازه لري تر څو يو څوک د مرګ هدف و ګرځوي؟

۱۳۸۸ آذر ۲۵, چهارشنبه

سرتيری نور اجازه نه لری چې د احتمالی خطرپه وخت کې د ځان د دفاع په خاطر د ژوند په بيه په چا ډزې وکړی او يايې ژوند په خطر کې واچوی...

https://p.dw.com/p/L3WA
په افغانستان کي د آيساف په چوکاټ کي آلماني عسکر
په افغانستان کي د آيساف په چوکاټ کي آلماني عسکرانځور: AP

په افغانستان کې د آلمان پوځی ځواکونه د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يا آيساف يوه برخه ده. دا چې دوی په افغانستان کې څه وکړی، دا د ملګرو ملتونود ډيرو پريکړو، د ناتو د ډول ډول فيصلو او د افغانستان له حکومت سره د جوړو په بنسټ تنظيميږی. د ساري په توګه د ملګرو ملتونو 1833 مه فيصله. په هغې کې راغلی دی.

« آيساف بايد د افغانستان له حکومت سره دامنيتی وضعيت په ښه کولو ، او د طالبانو، القاعدې او نورو سخت دريځه ډلو د ګواښوونکو اعمالو په وړاندې په مبارزه کې ملاتړ وکړی.»

د آيساف مأموريت چې د آلمان د پارلمان لخوا د دسامبر په دريمه نيټه نوی شو، هم د آلمانی پوځ د ځواکونو دنده د « د امنيت د ساتنې» په ډول راغلې ده.

د کوم خطرد محدوديت او يا د پوليسو د اجازې په اړه څه شی پکې نه دی راغلی. خو د آلمان پوځ خپله ځان په کلونو کلونو محدود کړی وو. حکومت د آيساف د مأموريت په مقرراتو کې له ملی شرطونو څخه کار واخيست. آلماني سرتيرو ته هغه وخت د وژونکی ګوزار اجازه وه، چې په دوی بريد شوی وای او يا د يو بريد په درشل کې وای.

له همدغه دوبی څخه دوی له محدويته ووتل. ځکه چې د کال له پيل څخه آلماني ځواکونه ډير ځله تر بريد لاندې راغلی دی او اوس د دفاعی چارو وزارت دوی ته د نورو اعمالو اجازه هم ورکوی. سرتيري کولای شی دا په اصطلاح په خپل جيبی کارت کې ولولی چې د مأموريت هر آلمانی سرتيری يې له ځانه سره ګرځوی.

«بريد کيدای شی د مثال په ډول داسی هم شنډ شی، چې د مقابل سړی په وړاندې عمل وشی، بريد پلان شی، تياری ورته ونيول شی، ملاتړ يې وشی او يا بل دښمنانه چلند وښودل شی.»

سرتيری نور اجازه نه لری چې د احتمالی خطرپه وخت کې د ځان د دفاع په خاطر د ژوند په بيه په چا ډزې وکړی او يايې ژوند په خطر کې واچوی، او يا هم د دې لپاره چې د راتلونکو بريدونو مخنيوی وکړی.

که څه هم چې هرڅه تور اوسپين ليکل شوی، خو بيا هم حالات رامنځته کيږی چې دا تورې او سپنې ليکنې نه مراعاتيږی. او بيا د هغو سپينول هم وخت او اعصاب غواړی. دادې اوس د آلمان د دفاعی چارو نوی وزير څو ګوتنبرګ تر فشار لاندې دی چې حکومت، پارلمان او عامه افکارو ته يې پوره معلومات نه دی ورکړی. په دې اړه بايد اوس يو کميسيون وټاکل شی څو دغه موضوع په پوره ډول وڅيړی، چې دا ښايي نور يوکال دوام ومومی.

Götzke, Manfred/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل