1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا افغان امنيتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله امنيتي مسووليت په غاړه واخستلای سي؟

۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي د امنيتي مشاور رنگين دادفر سپنتا سره د دويچه ويلي المان ږغ راډيو ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/OQzP
د ولسمشر حامد کرزي امنيتي مشاور رنگين دادفر سپنتا
د ولسمشر حامد کرزي امنيتي مشاور رنگين دادفر سپنتاانځور: DW-TV

دويچه ويلي:د افغانستان حکومت په کابل کي د نړيوال کنفرانس له برياليتوب څخه خبري کوي، ستاسو په نظر د دي کنفرانس برياليتوب په څه کي ؤ؟

سپنتا: د افغانستان د حکومت له نظر دا بريالی کنفرانس په دي ؤ چي له يو خوا د دي کنفرانس تدوير کي د افغانستان مؤظف ارګانونو په ګډه سره کار وکړ. له بلي خوا زمونږ او زمونږ د نړيوالو متحدينو تر منځ د افغانستان د روان او راتلونکي مسايل په کي مطرح سول، په دي جمله کي د غوره حکومتوالي، اداري فساد، اختلاس او تروريزم پر ضد مبارزه او په هيواد کي د امنيتي مسووليت په غاړه اخيستل، هغه مسايل ؤ چي پري خبري وشي او د افغانستان حکومت په دي ټولو مسايلو کي خپل چمتوالي ښکاره کړ.

دويچه ويلي: په ټول هيواد کي د افغان ځواکونو له خوا په 2014 کال د امنيتي مسووليت په غاړه اخيستل،خو که چيري د روان وضعيت تيرو نهو کلونو پس منظر ته کتنه وشي،حکومت حتي د هيواد په پلازمينه کابل کي هم نه دي توانيدلي چي پوره امنيت ټينګ کړي. څرنګه کيداي شي چي په دي لنډه موده کی هغه هم په راتلونکو څلور کلونو کي امنيت ټينګ کړي؟

سپنتا:زما په نظر فزيکي امنيت دوه اړخونه لري. يو دا چي د تروريزم او تروريسيتي فعاليتونو پر ضد مبارزه ده. تاسي هم پوهيږي چي اروپا هم له تروريستي تهديدونو څخه خوندي نه ده، هلته هم دغسي تهديدونه شته دي، مونږ نه شو کولاي چي حتي په لندن، برلين او پاريس کي هم د تروريستي حملو په مقابل کي پوره امنيت تأمين کړو. خو دا بله برخه کي يعني په جبهه يي جګړه کي افغانستان همدا اوس هم برياليتوبونه لري. زه د افغانستان اود هغه د خلکو کلکي ارادي باندي باور لرم چي د دغو برياليتوبونو لمن به نوره هم پراخه شي. سر له دي هم مونږ څلور کاله په مخکي لرو و به ګور چي په دي برخه کی څه نور کولاي شو.

دويچه ويلي: په افغاسنتان کي د ناتو او امريکايي ځواکونونوي قوماندان، جنرال ديويد پيترايس هغه پلان چي غواړي ولسي وګړي په وسلو سمبال سي، آيا دا په يو نوي شکل سره د مليشه يي يا اربکي ځواکونو جوړل نه وي؟ په داسي حال کي چي د غسي يو څه په تيرو حکومتونو او په عراق کي هم تجربه شوي او ښه نتيجه يي نه ده ورکړې؟

سپنتا:پرته له شکه چي د مليشو جوړولو سياست يو ډير خطرناک سياست دی. زه هم په دي نظر يم چي د مليشه يي ځواک جوړول نه يواځي د افغانستان بلکه د سيمي د امنيت پر ضد دی او د افغانستان د ملي وحدت او يو والی پر ضد دي. خو حقيقت داسي نه دي چی په رسنیو کی تری رپوټ ورکول کیږی. دا يواحي د جنرال پيترايس ستراتيژی يا وړانديز نه دی، بلکه له 8 مياشتو را په دي خوا د افغانستان د کورنيوچارو وزارت ، د دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست له بين المللي قوتونو سره په دي پروګرام کي په يوه سويه کار کړي دي. مونږ د افغانستان د امنيت په شورا په دي موضوع باندي ډير بحثونه وکړل او د دي بحثونو نتيجه دا وه چي د مليشه جوړني مخنيوي بايد وشي. خو هغه څه چي اوس پلان شوي ، هغه د مليشو جوړول نه دي بلکه د يو محلي پوليسو جوړل دي، هغه هم په هغو کليو او ولسواليو کي چی خلک حاضر دي چي له خپلو کليو دفاع وکړي. دغه محلي پوليس د کورنيو چارو د وزارت د امنيتي ځواک يوه برخه جوړوي، هغوی يونيفارم اغوندي، د هغوي وسلي به د کورني چارو دوزارت تر کنترول لاندي وي، د کورنيو چارو د وزرات قوماندانان به هغوي راجستر کوي، هغوي ته به معاش ورکوي او هغوي د دغه وزارت تر کنترول لاندي دي.

دويچه ويلي: تاسي پخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وي او اوس د جمهور رييس حامد کرزي امنيتي مشاور ياست. په داسي حال کي چي ستاسو حکومت طالبانو ته د روغي جوړي پيشنهاد کړي ، خو هغوي چمتو نه دي چي په افغانستان کي د بهرنيو پوځي قوتونو په حضور کي له تاسو سره روغي جوړي ته کښيني، ايا تاسي خپل جمهور رييس ته مشوره ورکوي چي د روغي جوړي پروسي ته دوام ورکړي؟

سپنتا:زما مشوره ښاغلي جمهور رييس ته دا ده چي ، هغه ټول افغانان او د افغانسنان وګړي چي غواړي يو سوليز ژوند پيل کړي، هغوي ته دغسي شرايط برابر کړي. مونږ همدا اوس په حکومت کي په پارلمان کي د طالبانو پخوانی غړي لرو چي هغوی د افغانستان اساسي قانون منلي دي، هغوي هم د نورو افغانانو په څير، که پخواني مجاهدين دي او که پخواني کمونستان، يو سوليز ژوند پيل کړی دی. زه باور لرم هغه څوک چي دي ته چمتو وي، دا کار کوي. دا د افغانستان په ګټه دي. د مشکلاتو د حل لاره يواځي جګړه نه ده. زمونږ مسووليت دا دي چي ټولو افغانانو ته دا فرصت ورکړو چي يو سوليز ژوند پيل کړي. خو هغه سرسخت او سخت دريځ کسان چي غواړي زمونږ پر ضد مجادله وکړي او له خپلي وسلي لاس نه اخلي، مسلم دی چي دا د افغانستان د حکومت مسووليت دي چي د هغوي په مقابل کي بايد له قوت څخه کار واخلی. . خو د ملي پخلايني سياست يو صحيح او درست سياست دی او دا د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سمون لري.

مرکه کونکی. عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل