آيا افغانستان به د سوداگرۍ نړيوال سازمان غړی سي؟
۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبهافغانستان له هغو هيوادونو څخه دی چي په وچه پوري تړلی دئ او د سوداگرۍ په برخه کي له گاونډيو هيوادونو په ځانگړې توگه له پاکستان سره ستونزي لري.
افغانستان په سلو کي ۹۵ واردات او ۵ سلنه صادرات لري، چي په دغه برخه کي هم په گاونډيانو پوري تړلی دئ.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع وزارت تجارتي مرستيال مزمل شينواري، د شنبې په ورځ په کال کي خبريالانو ته وويل، چي که څه هم د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کول اسانه کار نه دئ، خو بيا هم دغه هيواد تلاښ کوي، چي تر ۲۰۱۴ کاله پوري د هغه د غړيتوب په ترلاسه کولو بريالی سي.
هغه وويل: «موږ هيله من چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري به د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړو، ځکه افغانستان په وچه پوري تړلی هيواد دئ او سوداگريزو اسانتياوو ته اړتيالري.»
افغانستان اوس د سوداگرۍ نړيوال سازمان، څارونکي غړی دئ. دغه سازمان ۱۵۷ اصلي غړي او ۳۰ څارونکي غړي لري.
د سوداگرۍ د نړيوال سازمان موخي د سوداگرۍ په برخه کي د غړو هيوادونو ترمنځ اختلافات له منځه وړي او تلاښ کوي، چي د سوداگرۍ په برخه کي اسانتياوي رامنځته کړي.
د سوداگرۍ وزارت چارواکي وايي، چي په دغه سازمان کي د گډون اساسي شرطونه، په بېلابېلو برخو کي د قوانينو اصلاح او تصويب، د سوداگرۍ پلانونو د پرمخ بېولو له پاره د مسلکي کادرونو لرل او د گمرکونو مجهزول دي.
شينواري په دې اړه وويل، چي افغانستان بايد خپله سوداگري د سوداگرۍ د نړیوال سازمان له معيارونو سره برابره کړي. هغه وويل، افغانستان بايد، لکه د سوداگرۍ نړيوال قانون، د پانگوني او کرهڼي په برخه کي روښانه قوانين ولري.
سوداگريز سهولتونه
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وايي، په هغه صورت کي چي افغانستان د سوداگرۍ نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړي، کولای سي چي د دغه سازمان د غړي هيوادونو په قلمرو کي بې له ځنډ او خنډه ترانزيت وکړي.
په هغه اعلاميه کي چي د سوداگرۍ وزارت له خوا خپره سوې ده، راغلي دي چي افغانستان د سوداگرۍ په برخه کي ډيري کښتي پورتي له پاکستانه سره لري، نو د دغه سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره به د پاکستان دولت هغه بهانې او خنډونه چي په دغه برخه کي ئې کوي تر ډيره له منځه ولاړ سي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل