1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياپه افغانستان او پاکستان کي د بيا ودانولو کارونه سم پر مخ روان دي

۱۳۸۸ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

دپه اصطلاح افغانستان- پاکستان په نامه ستراتيژ ي چه په هغه کښي دغو دواړو هيوادو کښي د امنيت د راوستلو تدابير شامل دي، فقط څو مياشتي کيږي ، چه جوړه سوې ده . خو...

https://p.dw.com/p/I2ID
دافغانستان- پاکستان په جنګونو کښي هر څه نړيدلي دی ،او ډير ژر بيا جوړولو ته ضرورت لري
دافغانستان- پاکستان په جنګونو کښي هر څه نړيدلي دی ،او ډير ژر بيا جوړولو ته ضرورت لريانځور: AP

د نظامي کارپوهانو په عقيده دغه ستراتيژ ي اوس لا عملي کيدونکې نده . ځکه تر څو پوري چه د افغانستان- پاکستان سرحدونه د طالبانو او القاعده د پلويانو د تيريدو راتيريدو لار وي ،نو ددوی په عقيده به په افغانستان کي د طالبانو سره شخړه هم حل نسي .

داخبره په ډير وضاحت سره د امريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيره هيلاري کلينتن په اپريل کښي کړې وه : دې ويلي وه چه د پاکستان څخه يو ډير لوی خطر راپورته کيږي ، طالبان د شمال څخه د پاکستان پايتخت اسلام آباد تهديدوي،او دا ټول د جمهوررييس آصف علي زرداري د حکومت غلط سياست دی ،چه د طالبانو او تندلارو سره يې ډير نرمش ښکاره کړی دی .

داچه په پاکستان کي جنګونو زور اخيستی دی ،او په سل هاوو زره انسانان د جنګ د ساحې څخه د تښتي په حال کښي دي ، نو هغه د ملکي مرستندويانو دپاره ډير مشکلات رامنځته او هغوی يې د نوو چلنجونو سره مخامخ کړي دي .

د جرمني دپرمختيايي چارو سازمان دغه موضوع درک کړې ده ،چه پدې باب د جرمني دپرمختيايي چارو وزيره هايده ماري ويک چوريک څويل داسي وايي ،

«طبعأ شخړه يو دبل سره اړه لري ،خو سړی بايد ډير پام وکي ،چه شخړه د افغانستان څخه پاکستان ته ورانتقال نسي . او خصوصأ د هغه د عواملو له کبله چه نظامي کشمکشونه زيادتيږي ،او ډير مهاجرين په پاکستان کښي د بې ځايه کيدو او حرکت په حالت کښي دي . زه کاملأ ددې دپاره يم چه د ياغيانو سره په نظامي لحاظ مبارزه وسي ،خو بايد سړي احتياط وکي ،چه خلګ د هغه څخه متضرر نسي ،او خصوصأ هغه خلګ چه د تښتي په حال کښي دي . »

په پاکستان په سل هاوو زره انسانان د جنګ د ساحې څخه د تښتي په حال کښي دي
په پاکستان په سل هاوو زره انسانان د جنګ د ساحې څخه د تښتي په حال کښي ديانځور: AP

د سولي د کارپوهانو په نظر بيا د افغانستان- پاکستان په باب د امريکا نوې ستراتيژ ي د سوال وړ ده . په هغه کلني رپوټ کښي چه په مې کښي د جرمني د سولي د تحقيقاتو پنځو انستيتوتو وړاندي کۍ، ددوی له نظره په ملکي برخه کښي نقص موجود دی . رپوټ وايي چه جرمني د 8کلو راهيسي په افغانستان کي د ناټو سره يوځای په هغه جنګ کي برخه اخيستې ده ، چه د نظامي لحاظه د بري وړ ندی .

خو د افغانستان- پاکستان دپاره د جرمني د خارجه وزارت نوي استازي برنډ ميڅل بيرګ دپاره يو شی معلوم دی چه ،

«د جرمني په نظامي ماموريتو کښي داهميشه معلومه وه ،چه پوځ د يوه هيواد دابادولواو بيا ودانولو په خدمت کي ؤ،او دی . موږ پوهيږو چه اقتصادي وده او پرمختګ يوازي هغه وخت منځته راتلای سي ،چيري چه سوله موجوده وي . سربيره پر دې د افغاني پوليسو او امنيتي قواوو بيرته جوړول په طويل المدت کښي هغه وخت ممکنه دي ،کله چه زموږ عسکر او پوليس د افغاني امنيتي قواوو ښوونه او روزنه پر غاړه وخلي . زه تکراروم چه زموږد فعاليتو تمرکز ملکي کارو ته دی . »

په پاکستان کښي د پرون ورځي پيښو لکه د طالبانو لخوا دډيرو متعلمينو او معلمانو تښتول ،نوي ترهګري بريدونه او د سوات په دره کښي سخت جنګونه دا ښکاره کوي ،چه دپاکستان بحراني شاوخوا سيمي د ملکي بيا جوړولو او ودانولو د پروسې څخه ډير ليري پاته دي .

زانډ/

کتونکی : محمد قاسم نوري