آياهغه وخت رارسيدلی دی چي آلماني عسکر د افغانستان څخه ووزي؟
۱۳۸۷ مهر ۱۲, جمعهکله چي د 2001 ميلادي کال په ډسمبر کي د جرمني حکومت او پارلمان د افغانستان د پوځي ماموريت په باب فيصله وکړه، نو دعسکرو تعداد تر 1200 نفرو پوري ؤ، چي اوس هغه 3300 تنو ته رسيږي ، یعني تقريباً درې واري ډير. او همدغه تعداد لا هم د دفاع د وزير فرانس يوزف يونګ او دده د جنرالانو دپاره کفايت نکوي . ده وويل چي:« زه دا کار د جنرالانو د مشورتي شورا په مشوره کوم . زه غواړم ووايم چي موږ په آيساف کي د خپلو عسکرو تعداد د اوس 3500 څخه 4500 تنو ته لوړيدل غواړو . »
په هره اندازه چي په افغانستان کي پوځي ماموريت اوږديږي ، په همدغه اندازه نه يوازي جرمني بلکي ناټو هم افغانستان ته ډير عسکر ليږي . دافغانستان په شمال کي چي آلمانی پوځ ځای پر ځای دی، دډیر وخت دپاره نسبتاً آرام ؤ. خو دغه حالت اوس تغير کړی دی . په کندوزکي د جرمني پر قطعو باندي حملې کيږي ، او ځان وژونکي بريد کونکي ددوی د قطارونو مخته ځانونه وراچوي .
د آلماني پوځ د اتحاديې څخه اولريش کيرش پدې هکله وايی چي هغه حملې چي اوس تر سره کيږي د پوځي ماموريت د اوږديدو سره اړه لري ځکه چي زموږ د ماموريت د اوږديدو مخالفين هلته زموږ اخبارونه ، رسنۍ او بحثونه په دایمي ډول تعقيبوي .
او طبعاً په هره اندازه چي پر آلماني پوځ حملې ډيری وي ، او لږ برياليتوب موجود وي ، په هغه اندازه ددغه ماموريت دوام ته د شک په سترګه کتل کيږي ، او ددې پوښتني په جواب کي چي آيا د جرمني د امنيت څخه په هندوکش کښي دفاع کيږي ، نو ډير جرمنيان په دې عقيده دي چي دغه خبره واقعيت نلري . خو د جرمني حکومت په افغانستان کي د خپل ماموريت پر دوام باندي ټينګ دی ، او په پارلمان کي هم د ځان سره اکثريت لري .
د جرمني په پارلمان کي سره لدې ټول پدې نظر ندي . ډير مخالف سياست مداران د پوځي ماموريت دوام ته د شک په سترګه ګوری ، او چپيان خو بيخي هغه ردوي . پخپله په حکومتي داسي کسان سته لکه ويل ويمر چي وايي بايد د افغانستان څخه آلماني عسکرراووزي . ، ځکه چي هغه په زياتيدونکي ډول سره په جنګ کښی داخليږي . دبلي خوا څنګه چي په راتلونکي کال کي په جرمني کي انتخابات تر سره کيږي ، او نوي پارلمان جوړيږي ، نو بايد حکومت دغه موضوع هم په نظر کي ونيسي .