1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياد Stuxnet ويروسي حمله د استخباراتو لخوا پلان سوې وه ؟

۱۳۸۹ مهر ۹, جمعه

د ايران د رسمي منابعو د معلوماتو پر اساس دغي هدفمني ويروسي حملې ۳۰۰۰۰ کمپيوټرونه ، خصوصأ په صنعتي برخه کښي د کاره اچولي دي

https://p.dw.com/p/PRm3
انځور: picture-alliance/ZB

نو آيا داچي دا واقعأ د ايران پر اټومي دستګاوو باندي د استخباراتو هدفمنه حمله وه ، او که نه ، د کمپيوټر د کارپوهانو په نظر دغه ډول يوه ويروسي حمله بيله يوه خارجي دولت څخه ممکنه نده . اولريش پيک دغه موضوع څيړلې ده ، او نور معلومات راکوي ،

د ايران پر صنعتي دستګاوو باندي د سايبِر ويروسي حملې په باب تر څو ورځو بين امللي جروبحثو وروسته اوس تهران د سټکس نېټ کمپيوټري ويروسي تاوانونه تأييد کړي دي .

لکه څنګه چي اوس د ايران د صنايعو د وزارت يوه کمپيوټر پوه ويلي دي ، د ايران په اسلامي جمهورريت کښي ۳۰۰۰۰ د صنعتي دستګاوو کمپيوټرانو ته دغه ويروس ورننوتلی ، او د کاره يې ايستلي دي . خو دا چي څوک يا کم دولت د هغه تر شا ولاړ دی ، هغه لا تر اوسه پوري نده معلومه .

دغه خبر د شرق په نامه د اصلاحاتو طرفداري ورځپاڼي، د صنايعو د وزارت په حواله د مياشتي په سر کښي ورکړی ؤ ، او دواړودسټکس نېټ

د ويروس په واسطه د ۳۰۰۰۰ کمپيوټرانو د خرابيدو خبر ورکړی ؤ . په دواړو رپوټو کښي راغلي دي ، چه ددغي حملې هدف د زيمينس د کمپيوټرو هغه سيسټمونه چي د SCADA د سوفټ وېر څخه يې کار اخيستی .

د تر اوسه پوري معلوماتو پر اساس سټکس نېټ خاصتآ پر دغو سيسټمو باندي حملې کړيدي ، او بيا يې د هغه ارقام خارج ته ليږلي دي .

Symbolbild Schreiben auf Computer Tastatur Finger auf Tastatur Blog Tippen
انځور: picture-alliance/dpa

په تيرو ورځو کښي په تکرار سره دا رپوټونه خپريدل ، چه د ويروسي حملې هدف خاصتأ د ايران اټومي دستګاوو ته د تاوان رسيدل وه .

د نورو تر څنګ دا ويل کيږي ، چي ددغي ويروسي حملې له کبله د نتنز د يورانيمو د غني کولو دستګاه ، نسبت نيم کال مخته لږ يورانيم غني کوي ، چي که څه هم په هغه کښي تر پخوا ډير اومه يورانيم په کار لويږي . خو ددغي خبري تأييد ندی موجود .

په عين حال کښي د اِرنا خبري آژانس خبر ورکړی دی ، چي د ايران د اټومي چارواکو په يوه ليدنه کتنه کښي د سټکس نېټ ويروس د تأثيراتو د له منځه وړلو پر لارو باندي خبري کړي دي . دوي اوس ددې دپاره يو دفتر هم جوړ کړی دی ، تر څو د سټکس نېټ د ويروس عواقب وڅيړي ، او پر نورو برانچو باندي د هغه ممکنه خطر راکم کي .

د اِرنا په يوه بل خبر کښي چه پرون خپور سو، راغلي دي چه علاوه پر دې دغه ويروس د بوشهر د اټومي دستګاه شبکې ته هم تاوان رسولی دی، کمه چه په دې تازه وختو کښي يې په کار شروع کړې وه .

Computervirus Computer Virus Wurm Flash-Galerie
انځور: dpa

په دې ارتباط باندي د سېمانټيک په نامه يوه امنيتي شرکت په دوبي کښي دوه ارقام نشر ته سپارلي وه ، چه د هغه پر اساس به په ټوله دنيا کښي د سټکس نېټ د ويروس پواسطه د صنعتي دستګاوو کمپيوټرانو ته تاوانونه ورسيږي .

تر هغه وروسته د جولای په نيمايي کښي۴۰ فيصده د هندوستان ، ۳۲ فيصده د اندونيزيا او ۲۰ فيصده د ايران کمپيوټران د سټکس نېټ

په ويروس اخته سول . د جولای په آخره کښي بيا سېمانټيک خبر ورکی ، چه تقريبأ ۶۰فيصده په ويروس اخته کمپيوټران په ايران کښي وه ، او ځکه نو ددې ګمان او شک نور هم قوي سو ، چي ددغي ويروسي حملې اصلي هدف ايران ؤ .

پيک اولريش /محمد قاسم نوري

کتونکی : / نسيم صابر