1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياحماس او الفتح به وکولای سي ،خپل اختلافات له منځه يوسي

۱۳۸۷ اسفند ۹, جمعه

د څو ورځو را پديخوا بيا دمصر په پلازمينه قاهره کي دفلسطين د دښمنو ډلو حماس او الفتح استازي سره راغونډ شوي ...

https://p.dw.com/p/H2Yz
په مصرکښي د حماس او الفتح تر منځ د خبرو يوه صحنه
په مصرکښي د حماس او الفتح تر منځ د خبرو يوه صحنهانځور: picture-alliance/ dpa

او غواړي دخپل منځي هغه لانجو دحل دپاره يوه لاره ولټوي چي ددوي تر منځ وجود لري . د همدغو شخړو له امله د 20 مياشتو راپديخوا دوی دفلسطين کورواکي سيمي عملأ پر دووبرخو ويشلي دي : حماس دغزې سيمه په لاس کي لري، او د الفتح سازمان چي مشر يې محمود عباس دی يوازي دلويديځ اُردن د سيمي اداره په لاس کي لري .

دکومو خبرو هدف چي په قاهره کي دحماس او دالفتح دسازمانونو ترمنځ پيل سوی ، دادی چي دوی غواړي دفلسطين دکورواکو سيمو دپاره يو ګډ ايتلافي حکومت جوړ کړي ، تر څو وکولاي سي د يوې خوادفلسطين دکورواکو سيمو دپاره دنړيوالي ټولني مرستي راجلب کړي ،اود بله طرفه دنژدې ختيځ دسولي دخبرو دپاره دوی بايد يو ګډ دريځ ولري .

دفلسطين دکورواکي ادارې پخواني لمړي وزير احمد قوري پرون دخبريالانو په وړاندي وويل چي : زه غواړم داخبره په ډاګه کړم چي دروغي جوړي او پخلايني دغه خبري ډير داهميت وړ دي . موږ غواړو چي په فلسطين کي نفاق اوويش پاي ته روسيږي . په کومو خبرو کي چي په قاهره کي پيل شوي، دې نتيجې ته رسيدلي چي بايد دکار پنځه ډلي را منځته ، ترڅو دغه ګروپونه پر ټولو هغه شخړو باندي خبري وکړي چي تر اوسه دفلسطين دمقاومت دډلو په منځ کي موجودي دي . دغه ټولي شخړي او لانجې دحل وړدي او بايد حل کړای شي .

دکار دپنځو ډلو څخه ديوې ډلي دنده داده چي دحماس او الفتح په ګډون دفلسطين يو ګډايتلافي حکومت جوړ سي، او دکار دنورو ډلو هڅه به داوي چي دفلسطين دآزادي بخښونکي سازمان PLO په جوړښت کي بنيادي بدلونونه راسي .همداشان د فلسطين دامنيتي ځواکونوپه جوړښت کي هم نوښتونه او اساسي بدلونونه ضروري دي .

دقاهرې په خبرو کي دحماس د سازمان استازي ال رشک دالجزيرې دټلويزيون سره په يوه مرکه کي وويل چي :

«رښتيا خبره داده چي دقاهري په خبرو کي ډيره مثبته فضاء حاکمه ده اوددې هيله کيدای سي چه ددغو خبرو په نتيجه کي يوه واقعي روغه جوړه منځ ته راشي . »

د 2007 ميلادي کال دجون دمياشتي څخه را پديخوا دحماس تند لاري اسلامي سازمان دغزې په سيمه کي ديوې خونړۍ کودتا له لاري په دغه سيمه کي دواګو چاري په لاس کي ونيولې . خو دتير کال دډسمبر په مياشت کي اسراييليا نو ديوې 22 ورځنۍ جګړي په بهير کي دغزې په سيمه کي داسي يوه وضع رامنځ ته کړې چي که ددغي سيمي دبيرته آبادولو دپاره عمل ونسي، نو هلته به دژوند دوام ګران کاروي .

په قاهره کي دحماس او الفتح تر منځ ددغه خبرو اساسي هدف دابلل کيدای سي چي دوی بايد دراتلونکي دوشنبې تر ورځي پوري هغه کنفرانس ته يو مثبت زيګنال ورکړي ، چي په قاهره کي دفلسطينيانو سره دمرسته کونکو هيوادونو په ګډون جوړيږي . دغه مرستي په تيره بيا دغزې دسيمي دپاره کيږي او دفلسطين کورواکي ادارې دنړيوالي ټولني څخه ددې هيله کړې چي بايد د دوی سر ه د 2,8 مليارډو امريکايي ډالرو په اندازه مرستي وشي .

دهمدغه مرستو په اړوند او په نژدې ختيځ کي دسولي دپروسې دپر مخ بيولو دپاره داوروپايي ټولني لوی ډيپلو مات خاوير سولانا او دنژدې ختيځ دپاره دامريکا دمتحده ايالتونو خاص استازي جورج ميچل دپنجشنبې په ورځ په ترکيه کي سره کتلي دي .

دټايمز په ورځپاڼه کي يو شمير مخورو کسانو به يوه سرخلاصي ليک کي دامساله مطرح کړې ،چي په نژدې ختيځ کي دسولي خبري ضروري دي ،اوداوږدې مودې په رڼا کي نسي کيدلاي چي دسولي په خبرو او دفلسطين دموضوع دسياسي حل په مساله کي دحماس ډله د سترګو څخه وغورزول شي .

.