1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: BKA د تروريزم په ضد نوي صلاحيتونه تر لاسه کوي

۱۳۸۷ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د جناحي چارو فدرالي اداره يا BKA د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې د قانون په پلي کېدو سره نوي صلاحيتونه تر لاسه کوي.

https://p.dw.com/p/FJFJ
څيرکه: بې له دې چې قاضيان اجازه ورکي، د کمپيوترونو آن لاين پلټنې نه تر سره کېږي
څيرکه: بې له دې چې قاضيان اجازه ورکي، د کمپيوترونو آن لاين پلټنې نه تر سره کېږيانځور: picture-alliance / dpa

يورگ څېرکه به په راتلونکي کې د نوي قانون څخه گټه پورته کوي. د آلمان د جناحي چارو د فدرالي ادارې يا BKA مشر د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې د قانون په پلي کېدو سره نوي صلاحيتونه تر لاسه کوي چې نوموړی يې حياتي بولي. هغه د جناحي چارو د ادارې، د قاضيانو او د استخباراتو د فعاليتونو جاج په دې توگه اخلي: تر اوسه په آلمان کې د اوو بريدونو مخه نيول شوې ده او درويشت تروريستان محکوم شوي هم دي. دی زياتوي چې تقريبا پنځوس تنه آلمانان په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په اوږدو کې د شکمنو تروستانو تر روزنې لاندې دي. سل کسان چې گواښ پېښولای شي د آلمان د جناحي چارو د فدرالي ادارې تر څارنې لاندې دي، څېرکه اوسنۍ ستونزې په يوه جمله کې سره راغونډوي:

«د القاعدې له اړخه متوجه گواښونه نه دي کم شوي.«

د اسامه بن لادن تروريستي شبکه د څيرکه په وينا د يوډيويي پيغامونو د لارې اعلان کړی و چې په آلمان کې به بريدونه تر سره کوي. خو د دغو معلوماتو په درلودلو سره سره کارپوهانو د کورنيو چارو د پلاوي په حضور کې د آلمان د حکومت لخوا وړاندې شوې د قانون مسوده رد کړله. يورگ گايگر په نوي يمو کالونو کې د آلمان د بهرنۍ څارگرې ادارې BND مشر و او همداراز د پخواني شرقي آلمان د استخباراتي څانگې شتازي د دوسيه گانو د څېړنې د ادارې مدير و. هغه د آلمان د سترې محکمې له پرېکړې څخه ملاتړ کوي چې وايي د شخصي کمپيوترونو څارنه د آلمان له اساسي قانون سره په ټکر کې راځي:

«شخصي کورونه بايد هغه ځايونه وي چې افراد په کې يوازې پاته کېدای شي. په دغه فضا کې بايد خلک پرته له څارنې پاتې شي او هغه څه وکي چې غواړي يې. او بايد وېره ونه لري چې دولتي ادارې يې کړه وړه وڅاري.«

يورگ څېرکه، د آلمان د جناحي چارو د فدرالي ادارې يا BKA مشر
يورگ څېرکه، د آلمان د جناحي چارو د فدرالي ادارې يا BKA مشرانځور: AP

د آلمان د حکومت د اطلاعاتو د مصونيت استازی پېتر شار د آلمان د بېلابېلو ادارو تر څنگ د صلاحيتونو د تعيينولو مساله لا د ډاډ وړ نه بولي، يعنې دا پوښتنه مطرح کوي چې د آلمان د جناحي چارو فدرالي اداره، د آيالتونو جناحي ادارې او استخباراتي ادارې کومې دندې لري. اصلي پوښتنه دا ده چې څوک کوم معلومات او ارقام راټولولای شي، څوک يې څېړي او څوک نتيجې ځنې اخلي.

«د اندېښنې وړ خبره دا ده چې اطلاعات به څو څو وارې راټوليږي او په دې ترتيب د افرادو څارنه پسې زياتېږي، او دغه څارنه د اساسي قانون له چوکاټ څخه وځي.«

په گوتينگن کې د دولتي حقوقو کارپوه کريستوف مېولرس وېره لري چې په آلمان کې به د امريکې د FBI په څېر يوه اداره رامنځته شي چې ډېر صلاحيتونه لري:

«دغه فکر راته هسې يو امريکايي تصور ښکاري: که موږ يوه مرکزي اداره ولرو او په ټولو صلاحيتونو يې ونازوو بيا به هر څه سم شي. خو موږ له امريکا څخه خبر شوي يو چې هر څه په دې ترتيب نه سميږي. د امريکې امنيتي ارگانونه بېل جوړښت لري او سم کار نه کوي. کېدای شي چې زموږ د زاړه فدرالي جوړښت څخه هم خرابې نتيجې ورکړي.«

ښاغلی مېولرس او نور کارپوهان اخطار ورکوي چې نوي قوانين به د آلمان په اساسي قانون کې راغلی د پوليسو او استخباراتو تر منځ بېلتون ته خطر پېښوي، خو د آلمان د جناحي چارو د فدرالي ادارې مشر څېرکه دغه خبره ردوي:

«د آلمان د جناحي ادارې څخه آلماني FBI نه جوړيږي او نه به د استخباراتو يو هر اړخيز مرکز گرځي. د جناحي چارو اداره د پوليسو يوه اداره ده او د خطرونو په مخنيوي کې دغه صلاحيتونه لري. موږ د قاضيانو نظر ته د گواښونو د مخنيوي سره سره په درنه سترگه گورو.«

ښاغلی څيرکه زياتوي: بې له دې چې قاضيان ورته اجازه ورکي به د کمپيوترونو آن لاين يا پر کرښه پلټنې نه تر سره کېږي. يوازې په استثنايي حلاتو کې، کله چې آلمان ته جدي خطرونه متوجه وي، به له دغه صلاحيت څخه کار واخيستل شي.