آلمان ۱۸ زره مهاجر بیرته ايستلي دي
۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبهپه ۲۰۱۴م کال کې آلماني چاروکو ۱۰۸۸۴مهاجر بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته د استولو له پاره ثبت کړي وه. خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې سږ ګال بیا د نوامبر میاشتې تر پايه پورې دا شمیره ۱۸۳۶۳ کسانو ته لوړه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت په حواله یوازې د آلمان د بایرن ایالت ۳۶۴۳مهاجر بیرته خپلو اصلو هیوادونو ته استولي دي چې د تیر کال په پرتله درې برابره ډېرښت ښيي. همداراز په هیسن ایالت کې هم سږ کال ۲۳۰۶ مهاجر بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استول شوي دي او په ۲۰۱۴م کال کې له دې ایالت څخه ۸۲۹ کسان بیرته استول شوي ول. د آلمان له بادن-ورتیمبرګ ایالت څخه هم سږ کال ۲۱۴۰ مهاجر بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته استول شوي دي.
نارد راین ویستفالن ایالت چې هر کال ډېر مهاجر بیرته خپلو اصلي هیواد ته استوي په ۲۰۱۵م کال کې يې ۳۸۵۴ مهاجر بيرته لېږلي دي خو دا شمیره د ۲۰۱۴م کال په پرتله ډیره لوړه نه ده، ځکه تیر کال هم دغه ایالت شاوخوا درې زره مهاجر بیرته لېږلي ول.
تورنګن د آلمان یوازنی ایالت دی چې د ۲۰۱۴م کال په پرتله یې لږ پناه غوښتونکي بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استولي دي. په ۲۰۱۵م کال کې دغه ایالت ۱۵۲ مهاجر بيرته لېږلي دې.
په خپله خوښه خپل اصلي هیواد ته ستنیدل
آلمان ته له منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هیوادونو کې له بېکارۍ، غریبۍ او جګړو څخه نژدې يو ميليون کسان رامهاجر شوي دي. د آلمان له ۱۶ ایالتونو څخه ځینې يې مهاجرو ته د استوګنځایونو په برابرولو کې پاته راغلي دي چې له هم دې کبله دې ایالتونو له تیرو څو میاشتو راهیسې د پناه غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر چټک کړی دی.
خو ټول هغه کسان چې د پناه غوښتنلیکونه يې نه منل کیږي په جبري توگه خپل اصلي هیواد ته نه استول کیږي او ځیني یې په خپله خوښه بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته ستنیږي.
د آلمان د مهاجرو په اړه د معلوماتو اداره وایي چې سږ کال ۳۵ زره کسانو چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وه په خپله خوښه خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه شوي دي.
کله چې د یو پناه غوښتونکي د پناه غوښتنلیک د آلمان د حکومت له خوا نه منل کیږي نو باید په ۳۰ ورځو کې له آلمان څخه ووځي.