1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلماني نجوني باید ځان له نارینه کډوالو څخه لرې وساتي»

۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

د آلمان په زکسوني انهالت ایالت کې د ښوونکو یوه اتحادیه تر هغې وروسته له سختو نیوکو سره مخ شوې ده چې نجونو یې دې ته تشویق کړي چې ځان له نارینه مهاجرو څخه او په خاصه توګه له مسلمانو مهاجرو څخه لرې وساتي.

https://p.dw.com/p/1H1ug
انځور: picture-alliance/dpa/Oliver Berg

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د آلمان د ښوونکو په يوه مجلې کې په یوه مقاله کې نجونو ته ویل شوي چې ځانونه له ښایسته مسلمانو نارینه و څخه وساتي. په مقاله کي زياته سوې: «پر آلمان د مهاجرو اشغال روان دی».

آلماني سیاستوالو د زاکسن انهالټ ایالت د ژبپوهانو د اتحادیې د مجلې پر دغه رپوټ نیوکې کړي دي. هغوی دا څرګندونې غندلې او دې ډلې باندې یې دا تور لګولې چې د خلکو تر منځ له کډوالو څخه ویره زیاتوي.

د آلمان د ميټل ډويچه څايټونګ ورځپاڼې پر حواله د ښوونکو د دې اتحاديې مقاله چې د اتحادېې د مشرانو یورګین مانکې او ارس سیلتمن کوکې له خوا لاسلیک شوې ده، ښوونکو ته لارښونه کوي چې خپلو زده کوونکو ته ووایي تر سو د ښایسته مسلمانو مهاجرو سره د جنسي اړیکو ټينګولو څخه ډډه وکړي.

دا ورځپانه همدا راز وایي: «ځوان، قوي، اکثرا مسلمانان ... بې سواده نارینه آلمان ته له شکمنو کیسو سره راځي.» یورګین مانکې او سیلتمن کوکې همداراز په دې مقاله کې دا هم تشریح کوي چې په سوپرمارکیټ او یا ملي بس کې عادي خبرې څنګه پر جنسي تاوتریخوالي بدلیدی شي.

د زاکسن انهالټ د معارف وزیر ستیفان درګرلوح، د دې ډلې دا څرګندونې غندلې او ميټل ډويچه څايټونګ ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال یې دا ډله د ګنګوسو پر رامنځته کولو، د نا مکمله حقایقو رسول او د اتحادېې له نوم څخه پر سواستفادې تورنه کړې ده.

په دې ایالت کې د زرغون ګوند مشرې کلودیا دالبرت، دې ورځپاڼې ته ویلي دي: «د [دې مقالې] مطالب بې بنسټه دې او دا د ښې اړخو افراطیانو اهدافو ته خدمت کوي.»

سره له دې چې آلمان ته سږ کال په سلونو زرونو مهاجر رارسیدلې دي خو بیا هم د خلکو له خوا هغوی ته ښه راغلاست ویل شوی دی. په ځینو محدوده پیښو کې د کډ‌والو پر استوګنځایونو بریدوه هم شوي دي خو دا بریدونه ډیری وخت په پخواني شرقي آلمان کې تر سره کیږي.

تاره رپوټونه ښیي چې د کډوال پر ضد د آلمان په ډیرو سیمو کې بریدونه ډیر شوي دي. د ۲۰۱۵کال په دریمې ربع کې پر کډوالو بریدونه دوه برابره ډیر شوي دي.