1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د مهاجرو لپاره د کارموندنې مرستندويه ويب پاڼه

۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبه

د برلين يوه پاڼه آلمان کې میشتو مهاجرو سره، د ادغام او کار موندنې په برخه کې مرستې او لارښوونې کوي. د «مايګرينټ هائیر داټ کام» په نوم دغه ویب پاڼه تيرکال څو تنو آلمانيانو د ځينو مهاجرو سره په ګډه جوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2Thjf
Pakistanischer Flüchtling als Lehrling in Chemnitz
انځور: picture alliance/dpa/J. Woitas

د آلمان پلازمينې برلين ښار څخه یوه چلونکې انټرنيټ پاڼه، آلمان کې میشتو مهاجرو سره، د ادغام او کار موندنې په برخه کې مرستې او لارښوونې کوي. د «مايګرينټ هائیر داټ کام» په نوم دغه ویب پاڼه تيرکال څو تنو آلمانيانو د ځينو مهاجرو سره په ګډه جوړه کړې ده.

د «migranthire.com» په نوم دغه انترنټ پاڼه د روان کال په پیل کې د څو تنو آلمانيانو او يو شمیر مهاجرو ګډونوالو لخوا تاسيس شوه. د دغې ويب پاڼې په مرسته، د برلين په کرويټزبرګ سيمه کې په يوه زړه صنعتي ودانۍ کې د ګډ کار کولو زمينه برابره شوې ده. په دغې ودانې کې اوسمهال پنځه تنه په رضانه کارانه توګه په کار بوخت دي.

په دغې انترنټي ويب پاڼه کې د څه باندې اته زرو مهاجرو بایو داتاوې ( Bio Data) درج دي. که څه هم دا شميره د ۹۰۰ زره مهاجرو له ډلې څخه چې تيرکال آلمان ته راغلي دي ډيره کمه ده، خو د پام وړ خبره دا ده چې له دغې ويب پاڼې له لارې يو شمیر مهاجر توانيدلي چې ځانونه ته کارونه پيدا کړي.

حاضر دمه د دغې ويب پاڼې له طریقه مهاجرو ته د آلمان په معيار د «سي وي» جوړونې روزنه ورکول کيږي. کوم مهاجر چې دغه مهارت زدکړي له هغې وروسته به د کار کولو په موخه آلماني شرکتونو ته خپل درخواستونه وړاندې کوي. د ويب سايټ لخوا روزنې په وړيا توګه ترسره کيږي او ويب سايټ بيا خپل لګښتونه د رضاکارانو او دونرانو په مرستو برابروي.

سوريايي مهاجر حسين شاکر د «ميګرينت هاير وي داټ کام» له ګډونوالو څخه يو دی. هغه، د دغې ويب پاڼې له طريقه د کارموندنې په برخه کې ډیر څه زده کړي او اوس خپلې تجربې له نورو مهاجرو سره شريکوي. شاکر حسين د سوريې په حلب ښار کې د معلوماتي تکنالوژۍ په څانګه کې زدکړې ترلاسه کړي دي، خو په آلماني ادارو کې یې د آي ټي په برخه کې کار نه وو موندلی.

شاکر په خپل مسلک کې د کارموندنې هيلې پريښې وي. هغه د آلمانۍ ژبې کورس تر څنګ په یو کال سنټر کې کار پيل کړ. په همدې وخت کې په برلین کې د «ريمي میکي» په نوم يوه نارويجې متشبث د «ميګرينت هاير وي داټ کام» ويب پاڼې جواز تر لاسه کړ. هغه وروسته له شاکر سره وليدل چې تر کتو وروسته شاکر خپل پخوانی کار پريښود او د مهاجرو په دغې مرستندويه پروژه کې شامل شو.

شاکر په آلمان کې د زرونو مهاجر لخوا د کار موندنې د هڅو په اړه وايي: « دا دومره اسانه هم نده. مهاجرو خپل هرڅه پريښودل او دلته آلمان ته راغلي دي. خو زه هيله مند یم چې بلاخره به دا هر څه ښه شي.»

ناجي نغمه يو بل سوريايي مهاجر دی چې توانيدلی د يوه کال په موده کې د آلماني ژبې تر زده کولو وروسته په يوه امنيتي شرکت کې د ساتونکي په توګه دنده پيدا کړي.

د آلمان د مهاجرت ادارې پر حواله، په دوه لمړيو کلونو کې له مهاجرو څخه يوازې ۱۳ سلنې یې د کار خاوندان شوي دي. دغه اداره وايي چې دغه سلنه به دريم کال کې ۲۲ سلنې او څلورم کال کې ۳۱ سلنې ته پورته شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.08.2015):