آلمان کي د مهاجرو د کمپونو پر لګښتونو جنجالونه
۱۳۹۵ مرداد ۳۱, یکشنبه
په آلمان کې د مهاجرو د هستوګنځایونو د لګښتونو پر موضوع د حکومت او ساختماني شرکتونو ترمنځ جنجالونه شتون لري.
د آلمانۍ ورځپاڼې« ولت ام زونتګ» د رپوټ له مخې، تیرکال دغه هیواد ته د ګن شمیر مهاجرو په راتلو سره، هغو ته د موقتي هستوګنځایونو د برابرولو په موخه، زیات شمیر کانتینرونه او خیمې په کراه ونیول شوې.
اوس یو شمیر شرکتونه شکایت کوي چې د دغو هستوګنځایونو د رغولو پیسې ورته ندي ورکړل شوي او کانتینرونه یې هم له وخت څخه دمخه ورته سپارل شوي دي.
د موقتو هستوګنځایونو د یوه رغنیز شرکت رئیس یورګین پارانیټ «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې ته وویل:« مونږ د آلمان پر سیمیزو ادارو باندې له درو میلیونو یورو څخه زیات پور لرو».
د نه محاسبې وړ سیاست
پارنیټ پر حکومت نیوکه وکړه چې د مهاجرو په برخه کې یې سیاست د نه محاسبې وړ سیاست دی. له بل لور، حکومت دا تایید کړې چې ټول هغه ځایونه، کوم چې مهاجرو لپاره په کې کانتینرونه ایښودل شوي وو، خالي دي.
د یاد شرکت د مالي چارو مسئول، ګونتر، وايي چې ده د مهاجرت د کړکیچ له پیل څخه راپدیخوا، څو ځله د آلمان د رغنیزو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده:« هلته چارواکي په دې آند ول، چې د مهاجرت بهیر به تر ۲۰۱۹ او۲۰۲۰ کلونو پورې، په هر کال کې له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیون مهاجرو په راتلو سره به ادامه ولري».
د پورونو د معضلې په باب بیا سیمیزې ادارې او ناحيې بیا وايي چې دوی د خپلو اجراتو لپاره ښه دلایل په لاس کې لري.
د براندنبورګ ایالت د «هافِل لند» ناحیې په یوه رپوټ کې راغلي دي:« د مهاجرو د شپږ هستوګنځایونو له جملې څخه د سالون درې خیمې بندې او اړوندو شرکتونو ته بیرته سپارل شوی دی».
د دغه کار دلیل په یاد رپوت کې ذکر شوی دی:« د براندنبورګ ایالت، چې تیرکال په عاجله توګه د مهاجرو د هستوګنځایونو په لټه کې وو، اوس له سالونو څخه د استفادې کولو اجازه نه ورکوي».
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه :