1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په پرالمپیک سیالیو کې د سرو زرو لومړۍ مډال وگټه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه

آلمانۍ ورزشکاري اندریا ایکاو، د پارالمپیک په یوولسم دور لوبو کې د خپل هیواد له پاره لومړۍ د سرو زرو مډال وگټه. دغه لوبې د روسیې په سوچې کې ترسره کیږي چې د جمعې په ورځ د دې هیواد د ولسمشر له خوا پرانیستل شوې.

https://p.dw.com/p/1BM7a
انځور: picture-alliance/dpa

دوه څلویښت کلنې اندریا ایکاو د شنبې په ورځ په سوچې کې د سرو زرو لومړی مډال خپل کړ. دغې لوبغاړې تر دې مخکې هم د خپل هیواد له پاره د سرو زرو مډالونه گټلي وو.

پارا المپیک لوبې د سیاسي شخړو تر سیورې لاندې پیل شوې

ژمنۍ پارالمپیک لوبې د شنبې په ورځ د کریمیا د کړکیچ تر سیورې لاندې پیل شوې. اوس د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او روسیې تر منځ اړیکې د اوکراین د کړکیچ له کبله یو څه ستونزمنې شوې دي.

اوکراین هم دغو لوبو ته خپل لوبغاړي استولي دي. دغه هیواد ویلي دي چې د اوکراین د کړکیچ د گرمیدو په صورت کې به دغه لوبې پریږدي. اوکرایني لوبغاړو په کریمیا کې د روسیې د مداخلې پر وړاندې د غبرگون په توگه د سوچي د ژمنیو پارالمپیک په پرانیستونکو مراسمو کې د جمعې په ورځ گډون و نه کړ. د اوکراین موقت حکومت پر روسیې باندې تور لگوي چې د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

له بلې خوا په پرانیستونکو مراسمو کې د ۴۵ هیوادونو له ډلې څخه یوازې چین او یونان په تر خپلو بیرغونو وروسته د روسیې بیرغونه ولیږدول.

د پرالمپیک د نړیوالې کمیټې مشر بریت فلیپ کراون، د جمعې په ورځ په پرانیستونکو مراسمو کې په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د کریمیا کړکیچ ته اشاره ونه کړه، په مقابل کې ولادمیر پوتین له کراون څخه د هغه د ژمنتیا او چمتوالي له کبله مننه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب