1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان :په بازار کي بايد دعرضې اوتقاضا انډول په پام کي ونيول سي

۱۳۸۷ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د OECD یا داقتصادي ګډ کار او پرمختګ د سازمان لخوا د هرو دوکلونو په موده کي د 30 صنعتي غړيو هيوادونو داقتصادي وضع په اړه رپوټونه خبريږي

https://p.dw.com/p/DfSe
د آلمان د اقتصادي ګډ کار او پر مختګ سازمان د روان عيسوي کال د راپور ګرافيک
د آلمان د اقتصادي ګډ کار او پر مختګ سازمان د روان عيسوي کال د راپور ګرافيکانځور: imageshop/DW

په دغه رپوټ کي که له يوې خوا دآلمان داقتصادي سياست او دسمښتونو دتګ لاري ستاينه شوې، له بله پلوه دمثال په توګه په ځيني اقتصادي څانګو کي د حداقل مزد په غوشتني باندي نيوکي سوي او ويل سوي چي بايد مېرمنو ته د کارامکانات زيات کړای سي.

په دغه رپوټ کي ويل سوي چي په روان وخت کي د آلمان اقتصادي وضع ښه ده او دغه مثبت انکشافات دهغه سمښتونو نتيجه بلل کيدای سي، چي په تيرو کلونوکي په آلمان کي عملي سوي. خو څنګه چي داقتصادي ګډ کار او پرمختګ OECD د سازمان لوی منشي مکسيکويي ان خيل ګوريا وايي دآلمان په اقتصادي تګلاره کي اساسي ستونزه دا ده چي په دغه هيواد کي دزياتو سمښتونو په لور اوچت ګامونه نه اخيستل کيږي.دی دا پوښتنه مطرح کوي چي څه وخت په اقتصادي سمښتونو بايد لاس پوري کړا ی سي؟

کله چي اقتصادي وضع ښه وي او کله چي هرڅه لا سم وي. دا د ګوريا ځواب دی. خو هسي چي ليدل کيږي په آلمان او د OECD په نوروغړيو هيواد ونوکي هغه وخت په سمښتونو لاس پوري کيږي چي بله چاره نه وي او اقتصادي لانجې رامينځ ته سوي وي. طبعاً په داسي يو وخت کي سمښتونه ډير دردونکي اثرات هم لري.

ژر يا وروسته به دنړۍ داقتصادي وضع اثرات دآلمان په اقتصادي وضعه کي وليدل سي او ددغه هيواد په صادراتو کي کموالی راسي. دا به طبعي خبره وي کله چي دنړۍ اقتصاد خرابيږي او لکه دپخوا په شان وده نه کوي، نو دآلمان اقتصاد چي زيات په صادراتو باندي ولاړ دي دغه وضع احساس کړي. نو داچي آلمان بايد ددغي وضعي دمخنوي دپاره څه وکړي دOECD دلوي منشي په عقيده بايد د حداقل مزد دغوښتني څخه صرف نظر وسي او دکار په بازار کي بايد دعرضې اوتقاضا انډول په نظرکي ونيول سي. او د اقتصادي ګډ کار او پرمختګ دسازمان لوی منشي داهم وايي چي:

چي دآلمان په وګړو کي په نسبي توګه د زړو خلکو دورځ په ورځ زياتيدلو له امله بايد هڅه وسي چي ښځي زياتره د کار بازار ته را وستل سي په کومو هيوادونوکي چي د ميرمنو دپاره دکارامکانات پيدا سوي، هلته په اقتصادي وده کي زياتوالی راغلی.