آلمان په ايران باندې د نورو بنديزونو د لگولو گواښ کړی دی
۱۳۸۶ مهر ۲۳, دوشنبهاعلان
د آلمان د »دي ويتلټ« ورځپاڼې سره په مرکه کې د مسيحي دموکرات گوند نوموړې سياستوالې د خبرو اترو لاره غوره گڼلې ده. خو که ايران قناعت ونه کړي نو بويه چې د نورو بنديزونو لاره او چمتووالی به ونيول شي. هغې زياته کړه چې ايران نه يوازې د اسراييلو امنيت ته گواښ پېښوي چې په دې برخه کې هغه د آلمان د لومړۍ وزيرې په توگه هېڅ وخت جوړ جاړي ته چمتو نه ده، بلکه ايران سيمې، اروپا او نړۍ ته هم لوی گواښ دی. د دغه خطر مخه بايد ونيول شي. تر آلمان وړاندې متحده آيالاتو او فرانسې هم د زياتو بنديزونو پلوي او غوښتنه کړې وه.