1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت نور هم اوږدوي

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

آلمان له ۲۰۰۲ کال راهيسي هر کال په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت د يو کال له پاره اوږدوي. نن ددغه هيواد فدرالي شورا يا بوندستګ يو وار بيا پريکړه کوي چي د ۲۰۱۳ کال تر جنورۍ پوري دي ئې سرتيري پاته سي.

https://p.dw.com/p/13px7
په افغاانستان کي آلماني عسکر
په افغاانستان کي آلماني عسکرانځور: AP

خو دا اوس منل شوې خبره ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ټول جنګي سرتيري له افغانستان څخه ايستل کيږي. د آلمان پوځ هم د خپل سرتيرو د کمولو له پاره تصميم نيولی دئ.

د آلمان د «افغاستان او پاکستان د کاري قوې» وياند يوهانيس پفلوګ، چي د سوسيال ديموکرات ګوند غړی دئ وايي چي له دې کموالي سره د آلمان پوځي ماموريت پای ته نه رسيږي:

«زه په دې باوريم چي لږ تر لږه دوه نور کلونه هم په مخ کي لرو چي دغه ماموريت بايد اوږد کړل شي.»

د هغه د وينا له مخي دا د آلمان د حکومت تصميم دئ چي د ۲۰۱۳ کال تر جنورۍ پوري د سرتيرو شمير تر ۴۴۰۰ پوري رالږ کړي. خو دا هم په دې پوره اړه لري چي د عمل په ډګر کي امنيتي وضعيت څه ډول بدلون مومي.

د افغانستان د امنيتي ځواکونو ستونزمنه روزنه د آلماني پوځ د پاته ماموريت لومړيتوب اوس د افغان ځواکونو روزل دي. د پلان له مخي افغانستان بايد۳۵۰ زره عسکر او پوليس ولري. خو دغه دنده هم ډيره ستونزمنه ده.

د نيويارک ټايمز د يوه رپوټ له مخي د۲۰۰۷ کال د می د مياشتي راهيسي ۵۸ تنه بهرني سرتيري د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د پوځي روزني په وړاندي بله غټه ستونزه د سرتيرو اعاشه او اباته ده. تر اوسه پوري د افغانستان ټول امنيتي ځواکونه د لويديځو هيوادونو په مالي مرستو تمويليږي.

يوازي په روان کال کي د هغوی په روزنه باندي اته ميليارده يورو لګول کيږي. افغانستان وايي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل پوځ له پاره په کال کي لږ تر لږه ۶ ميليارده يورو ته اړتيا لري.

يوهانيس پفلوګ وايي که چيري د امريکا متحده ايالات او نور مرسته کوونکي هيوادونه خپلي مالي مرستي د پلان له مخي کمي کړي، ښايي افغان پوځ له ډير سخت وضعيت سره مخامخ شي.

د پفلوګ د اټکل له مخي «د امنيتي ځواکونو ۱۰۰زره کسان ښايي بې معاشه پاته شي.» د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند د افغانستان د چارو دغه کار پوه يادونه کوي چي سړی بايد لږ تر لږه له ځان سره فکر وکړي چي که دغه شمېر مخالفينو ته واوړي نو څه به پيښ شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل