1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په «اسلامي دولت» ضد ائتلاف کې اضافي ونډه نه اخلي

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې ضد نړیوال ائتلاف سره د ناتو د یوځای کیدو سربیره، د آلمان ضدراعظمې په دغه ائتلاف کې د خپل هیواد اضافې ونډه ناممکنه بللې. د ناټو دغه سرمشریزه د افغانستان له پاره هم ډیر مهم بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/2da9p
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel in Brüssel beim Nato-Gipfel
انځور: Picture alliance/dpa/K. Nietfeld

انګلا میرکل په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې وویل چې دا یوه پیاوړې نښه ده چې ناټو وروسته د خپلو ټولو غړو هیوادونو څخه اوس د «اسلامي دولت» ضد ائتلاف سره یوځای کیږي.

میرکل څرګنده کړه چې د ناټو دغه پریکړه په دې مبارزه کې «د آلمان هیڅ ډول نوې ونډه اخیستنه» له ځان سره نه لري.

د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې ضد نړیوال ائتلاف تر اوسه پورې ۶۹ غړي لري چې هر یو یې په بیلابیلو طریقو د دغه جهادیانو پر وړاندې مبارزه کې برخه لري. آلمان د دې ائتلاف د نورو غړو برعکس په مستقیمو جګړو کې ونډه نه اخلي.

نوموړی هیواد د "تورنادو" په نوم خپل اکتشافي الوتکې، آواکس الوتکې او د عراق کردانو ته د وسلو په اختیار کې ورکولو سره په دې مبارزه کې ونده اخلي.

دونالد ترمپ د ناټو د پنجشنبې ورځې په سرمشریزه کې د لومړي ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ګډون کوي. ترمپ دې مقام ته تر رسیدو مخکې ناټو یو «منسوخ شوې تړون» بللی وو.

د دفاعې لګښتونو د ډیریدو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ونډې زیاتول د ترمپ له عمده غوښتنو څخه شمیرل کیږي. د دې په بدل کې د ناټو غړي له دغه نظامي تړون سره د ترمپ د واضح ژمنتیا غوښتنه لري.

 

د آلمان صدراعظمې وویل خوشحاله یم چې په دې لیدنه کې «د ناټو ټول غړي ټینګار کوي چې دغه تړون زموږ د ګډ امنیت مرکزې ستنه ده او متحدین په کښې ځان له یو بل سره په همبستګۍ کې احساسوي.»

میرکل د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د هغو له جملې څخه د بالکان حوزې پر هوایې حریم د نظارت او افغانستان کې د خپل هیواد پر ونډې ټینګار وکړ.

میرکل د نظامي بودیجې په اړه وویل مساله یوازې د دفاعي لګښتونو پر سر نه ده، بلکه دا هم مهمه ده چې هر غړی هیواد خپله کومه توانایې د ناټو به اختیار کې ورکوي. د آلمان ضدراعظمې زیاته کړه: «زما په اند په دې اړه د آلمان ونډه په واضح ډول معلومه ده»

ټاکل شوی ده چې د بروکسل په سرمشریزه کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو پر ډیریدو هم بحث او مشورې وشي. د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستان څخه د نړیوالو رزمي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دغه هیواد کې امنیتي وضعه په پرله پسې ډول خرابه شوې ده.