آلمان: يو شمېر بهرنيان او پولېس ډ بول سوي
۱۳۸۶ مرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
د آلمان په يوه کوچنی موگلن نومي ښارکې، چې د زاکسين په ايالت پورې اړه لري، د يکشنبې په شپه د يوې مېلې په ترځ کې، څو تنو، چې زيات شمېر يې ځوانان وو، پر يوه ډله هندي اصله بهرنيانو باندې حمله کړې او هغوی يې له مېلې څخه شړلي دي.
د پوليسو د معلوماتو له مخې، څه نا څه ٥٠ تنو جرمنيانو پر هغو هندوانو باندې يرغل وروړی، کوم چې د پيزې پخولو په يوه دکان کې پټ شوي وو. د پېښې په لړ کې ١٢ تنه ټپي شوی هم دي، چې له هغوی نه ٨ تنه هندوان او ٢ تنه پوليس دي.
رپوټ زياتوي چې د اخ وډب په منځ ته راتگ کې امکان لري شرابو هم رول لوبولی وي.