1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان هم د افغانستان څخه د عسکرو په ايستلو پيل کوي

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

يوه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي چي د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه به له افغانستان څخه د دغه هيواد د سرتيرو وتل پيل شي. خو دغه پلان بايد د آلمان د فدرالي کابينې له خوا هم تصويب شي.

https://p.dw.com/p/13QhT
د افغانستان په شمال کي آلماني سرتيري
د افغانستان په شمال کي آلماني سرتيريانځور: AP

افغان امينتي ځواکونو ته د هيواد په مختلفو برخو کي د امينتي مسئوليت د سپارلو لړۍ په دوام کي آلمان هم تصميم نيولئ چي خپل جنګي سرتيري د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه وباسي.

د آلمان د بيلد ام زونتګ ورځپاڼي په خپله نوې ګڼه کي ليکي، چي د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په سر کي به ۲۰۰ آلماني سرتيري بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

په روان وخت کي آلمان په افغاستان کي۵۰۰۰ سرتيري لري، د هغو سربيره ۳۵۰ يې احتياط عسکردي چي د اړتيا په صورت کي خدمت ته ګمارل کيږي.

ورځپاڼه پخپل رپوټ کي يادونه کوي، چي مخکي تر دې چي د سرتيرو وتل پيل شي، په لومړي سر کي هلته يوه لوژستيکي ټولګۍ استول کيږي.

دغه ټولګۍ چي له ۴۰ تنو پوځي آشپزانو څخه جوړه ده، په مزار شريف کي د آلمانانو په عمومي مرکز کي په يو کانتين او پخلنځای کي ځای پر ځای کيږي.

د دغه لوژستيکي ټولګۍ د استولو دليل دا دئ، چي په مزارشريف کي د کانتين د اجاره کوونکو قرار داد ختم سوی. دا چي د پخلنځای اجاره کوونکو په دې موده کي روغتيايي مقررات مراعات کړي نه ول او له دې امله يو شمير پوځيان ناروغه شول، د آلمان پوځ تصميم ونيوئ، چي د کانتين له اجاره کوونکو سره قرار داد تمديد نه کړي.

په عين وخت کي د آلمان صدراعظمي، انګېلا ميرکل په بهر کي د آلمان د پوځ له ماموريتونو څخه دفاع وکړه. ميرکل په خپل يو ويډيويي پيغام کي چي پرون خپورشو، وويل:

«په ټوليزه توګه ۷۰۰۰ آلماني سرتيري په بهر کي په خدمت بوخت دي. د هغوئ له جملې څخه ۵۰۰۰ ئې په افغانستان کي دي. موږ پوهيږو، چي هغوئ يوه ډيره سخته دنده پر غاړه لري. يوازي په روان کال کي۷ تنه آلماني سرتيري هلته ووژل شول. موږ د دغو سرتيرو او د هغو سرتيرو سره، چي ټپيان شوي دي، د هغوئ له کورنيو سره ژوره خواخوږي لرو.»

ميرکل وويل، چي هغه به په راتلونکي څو ورځو کي د آلمان د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو سره وويني تر څو د آلمان د بهرني ماموريت په هکله ورسره وغږيږي.

ميرکل يو ځل بيا وويل، چي آلمان او نړيواله ټولنه هڅه کوي چي د افغانستان کړکېچ ته يو سوله ييز حل پيدا کړي:

«په يقين سره چي د افغانستان ماموريت تر ټولو خطرناک دئ. ځکه نو دې ماموريت ته ځانګړې پاملرنه په کار ده.په بن کي د افغانستان کنفرانس يو وار بيا وښووله، چي يوازي له پوځي لاري دغه ماموريت برياليتوب ته نه سي رسېدای. خو پرته له امنيت څخه په دغه هيواد کي سوله ييزه بيا رغاونه هم پرمختګ نه شي کولای.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل