1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان نه شي کولی ټول مهاجر ومني»

ستار جهش/ رویترز۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

میرکل د جمعې په ورځ یو ځل بیا د خپل محافظه کار ګوند د غړو له خوا تر فشار لاندې ونیول شوه تر څو آلمان ته د مهاجرو د راتګ بهیر تنظیم کړي. میرکل به د یکشنبې په ورځ د اروپایي اتحاديي مشران او د ترکیې لومړي وزیرسره وویني.

https://p.dw.com/p/1HDyV
Berlin Deutscher Arbeitgebertag Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

اټکل کیږي چې یوازې سږ کال به یو میلیون هغه مهاجر چې په اسیا، افریقا او منځني ختیځ کې له جګړو څخه تښتي، ځان آلمان ته ورسوي. د دغو مهاجرو څخه ګڼ شمېر يې ځان اروپا ته رسولی دی. ځايي چارواکي د دې کډوالو په تنظیمولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د چهار شنبې په ورځ (د نوامبر ۲۵مه نېټه) پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې هغه به خپله د پرانیستو دروازو تګلارې ته ادامه ورکړي او نیوکې یې رد کړي. پر پاریس د اسلامپالو تر بریدونو وروسته پر میرکل نیوکو هم شدت اخیستی و.

د میرکل د خپل مسیحي دیموکرات ګوند (CDU)غړو او په بایرن ایالت کې د دې ګوند ائتلافي مسیحي سوسیال اتحاد (CSU)له خوا تر فشار لاندې راغلې تر څو خپله د پرانیستو دروازو تګلاره بدله کړي. د جمعې په ورځ د دې ګوندونو غړو یو ځل بیا میرکل ته د کډوالو کړکیچ په یاد کړ.

په برلین کې د ایالتې او فدرالي سطحو محافظه کاره داخلي پاليسي جوړونکو تر یوې ناستې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په کې داسې ویل شوي دي: «مهاجرت باید هغې کچې ته محدود شي چې ټولنه یې ګنجایش لري او په اوږدمهاله کې هیواد د دې کسانو د ادغام وړتیا ولري.»

هغوی زیاته کړه چې آلمان نه شي کولی ټول مهاجر او بېځایه شوي کسان ومني.

میرکل هڅه کوي تر څو د کډوالو کړکیچ ته یو څو اړخیزه حل پیدا کړي چې د ترکیي او اروپایي اتحاديي پر ګډو همکاریو او هڅو متمرکز وي. د میرکل په ګوند کې نور کسان بیا غواړي چې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیره محدوده کړي.

د آلمان په حکومت کې ځینو سرچینو ویلي دي چې هغوی دې ته خوشبینه دي چې د یکشنبې په ورځ به له ترکیې سره یو عملي پلان امضا شي.

همداراز د آلمان د فدرالي پولیسو ویاند وویل چې د پنجشنبې په ورځ آلمان ته ۶۵۶۱مهاجر رارسیدلي دي چې په نومبر میاشت کې په یوې ورځې کې د مهاجرو د راتګ تر ټولو ټیټه شمیره ده.