1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان میشته افغانان څرنگه نوروز لمانځي؟

پروانه عليزاده۱۳۹۲ فروردین ۱, پنجشنبه

آلمان میشته افغانان د خپلو افغاني دودونو په ساتلو سره نوروز لمانځي. هغوی د نوروز په شپو او ورځو کې له خپلو خپلوانو سره ویني او مېلې کوي. خو دغه مېلې د افغانستان په څیر نه وي او یوه بله بڼه لري.

https://p.dw.com/p/1816i

په نوروز کې د سبزي چلو پخول او «هفت میوې» جوړول هغه څه دي چې آلمان میشته افغانان ورته ډیر اهمیت ورکوي. میرمن زینب ۷۸ کاله عمر لري او له ۲۰ کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. هغه وایي چې د کډوالۍ په ژوند کې یې هم د «هفت میوې» او سبزي چلو پخول نه دي هیر کړي.

میرمن زینب زیاتوي: «په آلمان کې د نوي کال ورځ د بې وطنۍ او مسافرۍ ورځ وي خو که د کوم چا اولادونه ورته نزدې وي نو هغوی نوی کال یو ځای لمانځي. موږ د نوي کال په شپه ټول سره یو ځای راټوليږو او خوښي کوو. خو دلته هر څه د افغانستان په څیر نه لمانځل کیږي. فامیلونه له یو بل څخه لیرې وي.»

خو د میرمن زینب کورنۍ بیا ورته نزدې اوسيږي او هغه کولای شي چې نوروز د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ولمانځي. په آلمان کې د نوروز په ورځ هم باید افغانان کار وکړي او له همدې کبله ډیر وخت دغه مراسم په لنډه بڼه لمانځل کیړي.

په افغانستان کې بیا نوی کال په ډیر شور او شوق سره لمانځل کیږي. ډیر شمیر افغانان د نوي کال په لومړۍ ورځ بلخ ولایت ته ورځي او په مزارشريف کي د «جنډه بالا» په مراسمو کې گډون کوي. د جنډۍ پورته کولو تر مراسمو وروسته ډیر شمیر کورنۍ او ملگري شنو سیمو ته ځي او مېلې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر هغه افغان الاصله آلماني ځوانان چې په دې هیواد کې زیږیدلي او لوی شوي دي آن د نوروز په معنی او د هغه له رواجونو خبر نه دي. خو تهمینه چې د آلمان د بن ښار اوسیدونکې ده له دې افغاني دوده ښه خبره ده. هغه وایي: «موږ هر کال د نوروز په ورځ سمنک پخوو. مور مې هر کال دغه کار کوي. د سمنک پخول هره ورځ له سهاره تر ماښام پورې دوام کوي او د مور دوستاني مې ټول زموږ کره راځي او مېلې کوي.»

نوروز او موسیقي

د نوروز له رارسیدو سره هر کال په افغانستان کې کنسرتونه جوړیږي او سیمه ییزې موسیقي غږول کیږي. په آلمان کې هم ډیر شمیر افغان هنرمندان د نوروز په ویاړ کنسرتونه جوړوي. فیاض حمید په آلمان کې میشت یو افغان سندرغاړی دی. هغه د نوروز په ویاړ د آلمان په هامبورگ ښار کې یو کنسرت پلان کړی دی.