آلمان مسلکي کادرونو ته ښه راغلاست وايي
۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبهد رویترز خبري آژانس په حواله په آلمان کې د راروانې سپتمبر میاشتي پارلماني ټاکنو د کډوالو پالیسۍ تر خپلې اغیزې لاندې راوستلې ده. په آلمان کې هر پنځم وګړی د ګډوالي ریښې لري. دا په داسې حال کې ده چې په ښوونځیو کې دغه شمیره لا پسې راټیټیږي. په دې ترتیب سره نو په ښوونځیو کې هر دریم زده کوونکی د کډوالۍ ریښې لري.
د برلین حکومت سږ کال د کډوالو په قوانینو کې ۴۰ سلنه نرمي راوستلې ده. همدارنګه آلمان د هغو څانګو مسلکي کسانو ته هم د ویزی ورکولو په برخه کې ۵۰ سلنه نرمي راوستلې چې دغه هیواد ورته اړتیا لري. د بیلګې په توګه آلمان اوس د بریښنا او اورګاډي په برخه کې مسلکي کسانو ته د پخوا په پرتله لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړې دي ترڅو هغوی وشي کولای په سهولت سره په دې هیواد کې ژوند غوره کړي.
عطا اچرداس یو ځوان ترکی ډاکټر دی. هغه د څه نا څه دوو میاشتو په موده کې د آلمان ویزې په اخیستلو توانیدلی دی. هغه ویلي دي چې د ویزې د دفتر چارواکو ورسره ډیر ښه چلند کړی دی.
آلمان د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله ښه اقتصادي حالت لري. همدارنګه په دغه هیواد کې د بیکارۍ کچه هم ډیره ټیته ده.
د آلمان د احصايي له دفتر څخه د خپرو شویو شمیرو له مخې به دغه هیواد تر ۲۰۲۵ کال پورې له ۵۰۰۰۰۰ څخه زیاتو مسلکي کسانو ته اړتیا ولري.
د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند یوه لسیزه مخکې د تاکنیزو مبارزو پر مهال د «یوازې هندیان نه بلکې د نورو هیوادونو ماشومان هم» شعارونه ورکول.
د کډوالو د چارو کارپوه توماس لیبګ، په خبره آلمان کډوالو ته ځکه هم خپله غیږه پرانیزي چې د نفوسو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی.
آلمان د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان OECD غړی دی. د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۱۱ کال کې په آلمان کې ۳۰۰۰۰۰ تنه کډوال میشت شوي دي. د دغو کډوالو په ډله کې د اروپايي ټولنۍ د غړو هیوادنو وګړي هم شامل دي.