1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له مصر سره مرسته کوي

۱۳۸۹ اسفند ۶, جمعه

آلمان غواړي چي له مصرسره د ديموکراسي په لور په دی هيواد کی د مدني ټولني او د يو خپلواک قضايي نظام په جوړولو کي مرسته وکړي. د آلمان د بهرنيو چارو وزيرګيدو وسترويله مصرته د خپل سفر په ترڅ کی دا پيغام مصريانو ته وړاندي کړ

https://p.dw.com/p/R488
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وسترویله او د مصر د بهرنیو چارو وزیر ابوالغیت په قاهره کی سره ولیدل
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وسترویله او د مصر د بهرنیو چارو وزیر ابوالغیت په قاهره کی سره ولیدلانځور: picture alliance/dpa

کله چي د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير، ديرک نيبل د تحرير ميدان ته داخل شو، يو شمير عسکرو هڅه وکړه چي له شا او خوا پلو خلکو څخه وغواړي چي لاره خوشي کړي اود نوموړي وزير شا اوخوا ته ودريږي. خو خلکو د خپلو عسکرو غوښتني ته غوږ ونه نيو. مصريان وغوښتل چي دغه آلماني سياست وال له نژدي وګوري چي د ژورناستانو د کمرو په وړاندي څه وايي. لا شيبه تيره نه شوی نه وه چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله د تحرير ميدان ته ورسيد او د خلکو منځ ته ورننوت او سمدلاسه د هغو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

وسترويله د هغو خلکو په منځ کي ودريد چي تر دا څو ورځو مخکي يي د حسني مبارک د رژيم د ګوښه کيدو، د ديموکراسي او آزادي شعارونه ورکول. د آلمان د بهرنيو چارو وزير چي د هغه امنيتي ساتونکي سخت وارخطا ؤ چي نه شي هغه ته کوم تاوان ورسيږي، د خلکو په منځ کي داسي ښکاره کيده لکه چي دي هم د هغوي له جملي څخه وي او هغوي سره يو ځاي د نوي آزادي لمانځنه کوي.

وسترویله د تحریر په میدان کی وویل: «دا له تلوسي يوه ډکه شيبه ده، يو خاصه شيبه، هغه چي د سړي احساسات راپاوروي. دلته د نړي د تاريخ يوه برخه ليکل کيږي.»

د قاهري د تحرير ميدان 18 ورځي د فبروري تر نيمايي پوري د زر ګونو مظاهره کونکو د غوښتنو ټاټوبي ؤ، دا ميدان د مصر د نوي ديموکراتيک انقلاب سمبول وګرځيد.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د تحرير ميدان د خپل هيواد د پلازميني برلين له يو تاريخي ټاتوبي سره پرتله کړ، چيرته څه د پاسه شل کاله مخکي د آلمان د يو والي لپاره د زرګونو خلکو د راټوليدو ځاي ؤ.

هغه وویل: «دا ميدان زمونږ د آلمانانو لپاره د برندن بورګرتور حيثيت لري. د تحرير ميدان د مصريانو لپاره. دلته د آزادي غورځنګ پيل شو، مونږ غواړو چي په دي برخه کي خپله ونډه تر سره کړو او خلک د خپلي آزادي ثمر تر لاسه کړي. مونږ له خپل آزادي بښوونکي انقلاب سره بختور شو، اوس هيله لرو چي د مصر ولس هم د يو داسي انقلاب سره بختور شي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د تحرير په ميدان کي شا او خوا ولاړو مصريانو ته لاس ورکړ او هغوي سره يي په نامه روغ بړ وکړ. مصريانو هيڅ ګمان نه کاوه چي داسي يوه ورځ به راشي چي پرته له ويري او امينتي خڼدونو څخه د آلمان له يو لوړ پوړي وزير سره مخامخ وګوري او هغه ته به لاس ورکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر قاهری ته د خپل سفر په ترڅ کی د مصر د دفاع له وزیر سره هم ولیدل
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر قاهری ته د خپل سفر په ترڅ کی د مصر د دفاع له وزیر سره هم ولیدلانځور: picture alliance/dpa

يو مصري چي هلته ولاړ ؤ د آلمان غږ راډيو خبريال ته يي وويل: « زه خوښ يم چي دي نن دلته راغلي دي. يو بل مصري بيا غږ وکړ: « خو زمونږ هيله دا وه چي زمونږ بهرني دوستان زمونږ د انقلاب په شپو او ورځو کي دلته راغلي واي. او مونږ ته يي ويلی واي چي تاسي حق لري. مونږ ستاسو ترڅنګ ولاړ يو.»

د حسني مبارک د رژيم له نسکوريدو وروسته دا مصر ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير لومړي سفر ؤ. هغه له خپل مصري همتا، ابولغيت سره په ليدنه کتنه کي مصر ته د المان د پراخو مرستو ژمنه وکړه. هغه وويل چي آلمان به له مصر سره د مدني ټولني او د يو خپلواک قضايي نظام په جوولو کي مرسته وکړي. سر بيره پر دي وسترويله مصر ته د زده کونکو او محصلينو د تبادلي د يو پروګرام وړانديز هم وکړ.

وسترویله په دی اړه وویل: «مونږ دلته راغلي يو چي تاسو سره خپل ملاتړ څرګند کړو، تاسو سره مرسته وکړو. مونږ د خپلو مرستو وړانديزونه کوو، تصميم تاسي خپله ونيسي چي زمونږ کومي مرستي غواړي او د تاسو لپاره د منلو وړ دي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير مصر ته د خپل سفر په ترڅ کي د لبيا په شمول په يو شمير نورو عربي هيوادونو کي د روانو کړکيچونو په هکله هم انديښنه څرګنده کړه. هغه په لبيا کي د مظاهره کونکو پر ضد د قذافي د رژيم زور زياتي وغانده او وویل:«سړي بايد خپل ولس د برچي په زور د آزادي له غوښتنو منع نه کړي.»

يورګن ستراياک/عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري