آلمان له رواندا سره خپلې مرستې بیا جاري کړې
۱۳۹۱ بهمن ۱۸, چهارشنبه
د آلمان له خوا له رواندا سره د اقتصادي مرستو د بېرته پېولو اعلان په داسي حال کي کيږي، چې ملګرو ملتونو پر رواندا باندې لګول سوي تورونه لا بېرته نه دي اخيستي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو يوې ډلې د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کي په خپل رپوټ کي ويلي وو چي رواندا د ګاونډي هيواد کانګو له ملېشو سره مرستي کوي. تر دغو تورونو وروسته برلين له رواندا سره خپلې مالي مرستې درولې وې.
د آلمان د پراختيايي چارو وزير ديرک نيبل، له دويچه وېله سره په خبرو کي د آلمان د نوې پرېکړې ملاتړ کړی دی. هغه ویلي دي: «موږ په دې نظر يو چي دا به مثبته خبره نه وي که په اوسنيو حالاتو کي د آلمانيانو د ماليو له پيسو څخه بېله کومې ازموينې پيسې [رواندا] ته ورکړل سي. خو موږ په دې هم خبر سوې يو چي د ملګرو ملتونو له لوري پر رواندا باندې د تورونو تر لګیدو وروسته دغه هیواد د بهترۍ پر لور ګامونه اخيستي دي. موږ د ملګرو ملتونو تورونه جدي نيسو، خو دا هم وينو چي رواندا د سياسي هوارۍ لارې ته لېوالتيا ښيي.»
د مرکزي افريقا له پاره د مسيحي مرستندويه ټولنو د اتحاديې غړې ايلونا اور فرېګه، هم د رواندا په هکله محتاط مثبت نظر لري او د آلمان له خوا د مرستو د بېرته جاري کیدو هرکلی کوي. نوموړې وايي چي د يوګاندا د سولې په خبرو اترو کي رواندا د مثبت رول لوبولو هیلې ښوولې دي. اور فرېګه زیاتوي چي رواندا اوس په دې پوهېدلی دی چي په يوګاندا کي لاسوهنې ته دوام نه سي ورکولای.
ايلونا اور فرېګه وایي: «که د رواندا پر ضد د مرستو د درولو پروسه لا زياته پراخه سي نو دا منفي اغېزې لرلای سي. د بېلګې په توګه د رواندا حکومت کېدای سي چي له هر ډول مرستو څخه تر محرومېدو وروسته لا زياته توندلاره تګلاره خپله کړي او په راتلونکې کي هم د ديالوګ له پاره چمتو نه سي. له همدې کبله اوس ښه خبره ده چي څوک د رواندا له حکومت سره په تماس کي پاتې سي او په دې توګه د هر ډول اړيکو د له منځه تلو مخه ونيسي.»
آلمان په پام کي لري چي په روان مېلادي کال له رواندا سره اووه میليونه يورو مرستې وکړي. خو آلمانی وزير ديرک نيبل، وايي چي دغه مرستې به د رواندا حکومت ته ور نه کړل شي بلکې په دغه هيواد کي به د کاري ظرفيتونو پر رامنځ ته کولو ولګول سي. نيبل زياتوي چي تر کومه وخته پورې چي په بشپړه توګه د رواندا مثبته تګلاره په زیاته بيا د ګاوندي هيواد کانګو په هکله نه وي ثابته سوې، له رواندا سره تر سره کېدونکې آلمانۍ مرستې به محدوده او مشروطه وي.