1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له داعش سره د اړیکو په تور دوه کسان نیولي

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

د آلمان د بایرن ایالت پولیسو یو ۲۹ کلن نایجریايي او یو ۴۶ کلن عراقي د اسلامي دولت ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي. چارواکو ویلي دي چې نیول شویو کسانو په نژدې وخت کې کوم ګواښ نه رامنځ ته کوه.

https://p.dw.com/p/1IRnu
Deutschland Spezialeinsatzkommando SEK Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

چارواکي ویلي دي چې ځانګړو ځواکونو دغه دوه کسان د پنجشنبې په ورځ په مونشن ښار او فورستین فیلدروخ ته نژدې، له یوې سیمې څخه نیولي دي. پر نیول شویو کسانو باندې د «له تاوتریخوالي څخه ډکو خطرناکو کړنو» د ترسره کولو پلان لرلو شک کیږي.

ایالتي څارنوال توماس شتاین کروس کوچ، په یوه بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرچینې په دې باور دي چې دواړه نیول شوي کسان ښايي د داعش جنګیالیو سره په اړیکه کې وو. پولیسو دغه کسان د اطلاعاتو د ترلاسه کولو وروسته نیولي دي.

پولیس وايي چې له نیول شویو کسانو څخه مشکوک توکي نه دي ترلاسه شوي، خو پلټنې اوس هم دوام لري. چارواکو زیاته کړې ده چې «داسې کوم څه چې خلکو له ګواښ سره مخامخ کړي، لا تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی.»

په پاریس او بروکسل کې تر تروریستي بریدونو وروسته، اوس آلمان د داعش له لوري د احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه، په لوړه کچه چمتووالي په حال کې دی.

د داعش ډلې تیره اوونۍ یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغې کې په آلمان کې له میشتو مسلمانانو څخه غوښتل شوي وو چې په برلین ښار او د کولن – بن په هوایي ډګر کې د بروکسل په شان بریدونه ترسره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب