1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له ترکيې څخه هره مياشت ۵۰۰ مهاجر مني

۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

ترکیې ته د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل د سفر مهمه موضوع د مهاجرو په تړاو له انقرې سره د اروپایي اتحادیې تړون وه. ميرکل ویلی دي چې آلمان به په راتلونکي کې په منظمه توگه له ترکیې څخه یو معلوم شمیر سوریایي مهاجر مني.

https://p.dw.com/p/2Wtqq
Türkei  Angela Merkel - Binali Yildirim
انځور: Reuters/Ho

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د ترکیې پلازمینې انقرې ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه مهمه ژمنه کړې ده. ميرکل د دغه هیواد له لومړي وزیر بنعلي ېلدیمیر سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې آلمان به په راتلونکي کې «هره میاشت ۵۰۰ مهاجر مني، څو په ځانگړو مواردو کې یې مرسته کړي وي.» ميرکل یوځل بیا د مهاجرو د منلو په برخه کې د ترکیې د خدماتو درناوی وکړ او د ترکیې او اروپایي اتحادیې ترمنځ یې د مهاجرو په تړاو د شوي تړون پر اهمیت باندې ټینگار وکړ.

هغې وویل چې دغه تړون ته باید د ټولو اړخونو له خوا عملي جامه واغوستل شي. د ۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتي راهیسې د دغه تړون له مخې یونان ته راغلي ټول پناه غوښتونکي باید ترکیې ته واستول شي. اروپایي اتحادیې د دې په بدل کې له ترکیې سره د دغو مهاجرو د پالني په برخه کې د اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده.

پر دې سربیره ميرکل دې ته چمتووالی ښوولی دی چې یو شمیر سوریایي مهاجر له ترکیې څخه ومني. همداشان ميرکل دا هم وویل چې ژمنه شوي مرستې به ترکیې ته ورکړل شي «که څه هم هغه دومره گړندۍ نه دي، لکه ترکیه چې یې هیله لري.» د ميرکل د خپلو څرگندونو له مخې د ژمنه کړو درو میلیاردو یورو څخه چې ۲،۲ میلیارده یې الزامي دي، ۷۵۰ میلیونه یې مصرف شوي دي.

د مهاجرو د تړون په اړوند ستونزې

له ميرکل سره تر ملاقات وروسته ېلدیمیر د مهاجرو تړون د تطبیقیدو په برخه کې پر ستونزو باندي اعتراف وکړ. هغه وویل: «یوه برخه ښه کار ورکوي، یوه برخه یې بیا هغسې کار نه ورکوي چې څرنگه یې موږ غواړو.»

پر دې سربیره د مهاجرو تړون په ترڅ کې ترکي اتباعو ته د شینگن حوزې د ویزې په برخه کې د آسانتیاو رامنځ ته کولو پر سر هم توافق شوی وو. اروپایي اتحادیې د نورو شرطونو تر څنگ په ترکیه کې د ترهگرۍ ضد قانون د معتدله غوښتنه کړې وه. خو انقره بیا دغه څه ردوي. ېلدیمیر دا وار هم به دغه قانون کې د دغسې څه لید وړاندي نه کړ. هغه وویل چې ترکیه له اروپایي اتحادیې څخه دا تمه لري چې د تروریزم ضد قانون سره «په داسې یوه ډول چلن وشي، چې د ترکیې، سیمې او اروپا امنیت له خطر سره مخامخ نه کړي.»

ميرکل وویل چې د کورنیو چارو وزیران به په دې هکله خبري وکړي، چې څرنگه په هوایي ډگرونو او د سیلاني توب په سیمو کې امنیت ښه کیدای شي، چې په وینا یې د بریدونو له کبله د سیلانیانو تر منځ د اندیښنې سبب گرځي.

انگلا ميرکل په انقره کې خپل ترکي سیال ته د منع کړی شوي کردي کارگر گوند (پي کې کې) پر ضد د گډ کار ډاډ ورکړ. تر دې دمخه ميرکل د دیموکراتیکو بنسټیزو حقوقو ته د ژمن پاتېدو پر سر ټینگار کړی وو.

نور مطالب: