آلمان له افغانستان سره پر مرستو ټينگار وکړ
۱۳۹۱ آذر ۷, سهشنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير گیدو ویستر ویله د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۶) په برلين کي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره په ليدنه کتنه کي، افغانستان ته وعده ورکړه چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د دغه هیواد ملاتړ وکړي:
«موږ به افغانستان همداسي بې سرنوشته پرې نه ږدو.» ده زیاته کړه چي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په افغانستان کي د امنیت ټینگول یوه مهمه موضوع ده. ځکه نو آلمان به د دغه هیواد په بیا رغاونه او د امنیتي ځواکونو په روزلو کي خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
ده زیاته کړه چي د آلمان ماموریت به، هغه وخت د یوه ملکي ماموریت شکل ځانته غوره کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر زلمي رسول هم د آلمان له ملاتړه مننه وکړه او ويې ویل، چي د ده له پاره د ویاړ ځای دی، چي دغه دواړه هیوادونه په راتلونکې کي خپل گډ کار ته دوام ورکوي. آلمان تل دیموکراسۍ ته د رسېدو له پاره په دغه هیواد کي یو مهم او تاریخي رول لوبولی دی.
زلمي رسول وويل، سربېره پر دې چي په دغه هیواد کي لا ځیني مشکلات موجود دي خو بیاهم په ځینو برخو کي د پام وړ پرمختگونه راغلي دي. په دې ترڅ کی په میلونونه کوچنیان اوس کولای سي مکتبونو ته ولاړ سي:
«په رسنیو او مدني ټولنو کي پرمختگونه راغلي دي. همدارنگه د ډېرو دولتي تاسیساتو په بیا رغاونه کي هم کارونه سوي دي. اوس افغانستان له نړیوالو ځواکونو سره تر گډ کار وروسته ، پسله لسو کلونو یو په بل پسې امنیتي مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.»
د راتلونکي چارشنبه په ورځ به د آلمان کابینه د افغانستان د وضعي په اړه یوه غونډه جوړه کړي. د «Der Spiegel» په نامه آلمانۍ مجلې د آلمان حکومت له خوا په یوه رپوټ کي د افغانستان د اوسنۍ امنیتي وضعي ډېره مثبته ارزیابي نه ده سوې.
ویستر ویله په خپله نه غواړي، چي د دغه رپوټ په هکله څه ووايي. خو یوه خبره یې وکړه او هغه دا چي په دغه هیواد کي هم پرمختگونه سوي دي او هم ځیني مشکلات لا پر خپل ځای پاته دي:
«زموږ له پاره دا مهمه ده چي په دغه رپوټ کي په صادقانه ډول حقایقو ته اشاره سوې ده. موږ باید د دغه هیواد د اوسنۍ وضعي په هکله په عادلانه ډول قضاوت وکړو. بیا نو موږ کولای سو چي د هغه په هکله سم سیاست هم پر مخ بوزو.»
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د آلمان د حکومت له خوا په يوه جوړسوي کنفرانس کي د دغه هيواد د دفاع وزير توماس ديميزير سره هم ليدنه کتنه وکړه. د آلمان د دفاع وزير توماس دیمیزې خپل مثبت نظر څرگند کړ. ده وویل چي افغان ځواکونه که څه هم تر اوسه پوري ښه سمبال نه دي خو نړیوال ځواکونه بیا هم دوه کاله نور وخت لري چی هغوی ښه سمبال کړي او په روزنه کې یې ونډه واخلي.
دیمیزېر هم پر دې خبره ټینگار وکړ، چي آلمان به دغه هیواد تر۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازي پرې نه ږدي. د آلمان حکومت به هرکال۱۵۰میلیونه یورو د دغه هیواد په اختیار کي ورکړي.
د دې له پاره چي په افغانستان کي ثبات ټينگ سي، باید له گاونډي هیواد پاکستان سره هم یو دیالوگ رامنځته سي.
بيتينا/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل