1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ «روک ام رينګ» د ترهګر ګواښ باوجوده ادامه مومي

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

د آلمان امنيتي چارواکي د يوې سختي فيصلې سره مخامخ ول: ايا هغه د موسيقۍ مشهور فيستوال د امنيتي ګواښ له کبله ودروي او که يې د ادامې اجازه ورکړي؟ پرېکړه پر دې وسوه چي فيسټيوال به ادامه وکړي.

https://p.dw.com/p/2e4oW
Musikfestival Rock am Ring - Festivalbesucher verlassen das Gelände nach Terrorwarnung
انځور: picture-alliance/dpa/T. Frey

د «روک او رينګ» په نوم د موسيقۍ فيستوال د آلمان له لوی ترينو او مهم ترينو کلتوري فيستوالونو څخه يو بلل کيږي. دغه فيستوال د ۱۹۸۵ کال راهيسي هر کال په آلمان کي جوړيږي چي پکښي له د نړۍ له بيلو هيوادونو څخه راغلي په زياته د موسيقۍ د «روک» طرز سندرغاړي او موسيقي ډلې کانسرتونه ورکوي. تېر مېلادي کال په دغه فيستوال کي تر ۹۲ زرو څخه زياتو تماشه چيانو ګډون کړی ؤ چي دا د ياد فيستوال په تاريخ کي د تر ټولو زياتو ټکسانو د خرڅېدو يو نوی ريکارډ ؤ. دا په داسي حال کي چي دغه فيستوال ته د ننوتو د يو ټکس قيمت ۱۷۰ يورو ؤ.

سږ کال دغه فيستوال د جون د ۲ څخه تر ۴مې نيټي پوري پلان سوی ؤ. خو د جمعې په ورځ کله چي د دغه فيستوال لومړۍ ورځ وه، د يو ترهګر ګواښ له کبله دغه فيستوال ودرول سو. د دغه فيستوال جوړونکي شرکت وروسته پر خپله انټرنټ پاڼه وليکل، چي هغه سيمه چيري چي دغه فيستوال جوړ سوی، پسله دقيقو تلاښيو څخه پکښي هيڅ چاودېدونکي توکي يا ورته ګواښونکي مواد ونه موندل سول. همدا ؤ چي د موسيقۍ فيستوال به بېرته ادامه ومومي.

پوليسو هم د دې پخلی کړی دی چي تلاښۍ پای ته رسېدلي دي. خو دا چي د فيستوال ساحه به بيا کله د تماشه چيانو پر مخ پرانستل سي، د شنبې په سهار لا نه وه څرګنده.د پوليسو د وروستي معلوماتو له مخي د آلمان په هيسن ښار کي د ياد ګواښ له کبله يو شمېر اپارتمانونه تلاښي کړل سوي دي. د پوليسو په وينا په دې ترڅ کي ۳ کسان په مؤقتي توګه نيول سوي دي. زياته سوې چي د دغو پلټنو هدف د فيستوال جوړونکو شرکتونو څخه د يو شرکت د دوو داسو همکارانو په تړاو معلومات غونډول ؤ، چي د سلفي مسلمانو ډلو سره ښايي اړيکي ولري. داسي ويل سوي چي بيره موجوده وه چي دغو دوو کسانو ښايي کوم ګواښونکي مواد د فيستوال ساحې ته داخل کړي او هلته پټ کړي وي.

د ترهګر ګواښ په تړاو خبرداری

د فيستوال جريان د جمعې په ماښام هغه وخت وځنډول سو کله چي پوليسو د ممکنه ترهګر ګواښ په تړاو خبرداری ترلاسه کړ. په دې ترڅ کي په لسهاؤ زره تماشه چيان مجبوره سول چي په ډېر لږ وخت کي له ساحې څخه ووځي تر څو پوليس دغه ساحه تلاښي کړي.

د فيستوال تمويل کوونکي ليبر بېرګ د ساحې د خالي کولو په تړاو تنقيدي نظر درلود. هغه د جمعې په ورځ وويل: «زه په دې باور يم چي موږ د هغه څه عواقبو ته په غاړه ايښوولو مجبوره کړل کيږي، چي د امري قضيې پر وخت اړين اقدامات نه ول سوي.» د دغه تمويل کوونکي په وينا بايد د فيستوال څخه تر مخه مسؤلو امنيتي ادارو تحقيقاتي تېروتنې نه وای کړي، تر څو د اوسنۍ پرېکړي په څېر د عاجل تصميم اړتيا نه وای رامنځ ته سوې. امري هغه کس ؤ چي د ۲۰۱۶ کال په دسامبر مياشت يې په برلين کي په يو لارۍ موټر د کرسمس په بازار کي ۱۲ انسانان ووژل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه ():

Musikfestival Rock am Ring
د اطفايه کارکوونکي د کانسرتونو په ساحه کيانځور: picture-alliance/dpa/T.Frey