آلمان ـ د مهاجرو پر ضد د ښې اړخي بريدونو خبرداری
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهد شپيګل مجلې د رپوټ پر اساس، د آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د يوې څيړنې پر اساس، د ښي اړخي افراطيانو لخوا د مهاجرو پر هستوګنځايونو د حملو د زياتيدو خبرداری ورکوي.
شپيګل د يادې څيړنې په حواله ويلي دي چې د دا ډول کړنو عاملان چې په انترنيت کې افراطی شوي دي، امنيتي ادارې يې پر وړاندې « ډير لږ عملياتي پروګرامونه ترلاس لاندې لري».
د امنيتي ادارو تر پوښښ څخه آزاد
د دغې څيړنې پر اساس د ۴۱۸ تنو کسانو څخه چې تيرکال د مهاجرو پر هستوګنځايونو د حملو په ترسره کولو کې تورن دي، له ډلې څخه یې يوازې پنځمه برخه د آلمان امنيتي ادارو ته پيژاندل شوي دي. له دغې ډلې څخه بيا يوازې درې تنه « د خطرناکو عناصرو» په توګه درجه بندي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو کسانو لويه برخه نه د پوليسو د اطلاعاتو د ادارې، نه د استخباراتو او نه هم د اساسي قانون د حفاظت ادارې تر پوښښ لاندي نيول شوي دي.
شپيګل، د څيړنې په حواله زياتوي چې تورن کسان ټول نارينه دي چې عمرونه يې د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ دي. ويل شوي چې دغو افرادو د مهاجرو په هستوګنځايونو خپلې اکثره حملې د اوونۍ د پاي په شپو کې ترسره کړي دي.
د دغه رپوټ پر حواله، که څه هم د روان کال په درو لمړيو مياشتو کې د مهاجرو پر هستوګنځایونو حملې کمې شوي دي، خو داسې ويل شوي چې د پارلماني ټاکنو څخه د مخه د ښې اړخي افراطيانو لخوا د مهاجرو پر ضد حملې او نور جنايي اعمال به يو ځل بيا زور واخلي.
د څو برابره حملو زياتيدل
تيرکال په آلمان کې د مهاجرو پر هستوګنځايونو ټولټال ۹۲۱ حملې شوې وي چې ۸۵۷ دا يې د ښۍ اړخېز افراطيت انګيزه لرونکې وي.
د ۲۰۱۵ کال په مني کې د مهاجرت بحران له پيله راپديخوا، په آلمان کې داسې زيات ترسره شوي جرمونه پيژاندل شوي دي چې هغه د ښې اړخي افراطيت سرچينه لرونکي دي. په دغې موده کې د ښې اړخي افراطيانو لخوا د ترسره شويو جرمونو کچه ډیره پورته تللې ده.
په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو حملو شمير ۱۹۹ وو چې هغو کې ۱۷۷ یې د ښې اړخي افراطيت انګيزه لرونکې وې.
dw/(spiegel, kna, rtr)/hm
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2017):