1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د مهاجرو د لا ښې پيژندګلوي کمپيوتري پروګرام

۱۳۹۶ مرداد ۱, یکشنبه

د آلمان د مهاجرت اداره غواړي د مهاجرو هويت په لا جدي توګه کنترول کړي. د دغې ادارې مشرې يوتا کورت ويلي دي چې په پر داسې يو نوي سافت وير يې څيړنې پيل کړي چې د مختلفو ژبو د لهجو پيژندګلوي کولای شي.

https://p.dw.com/p/2h1JL
Deutschland Flüchtlinge Datenerfassung
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د مهاجرت ادارې مشرې ميرمن يوتا کورت د آلمان فونکه رسنيزې ډلې سره په مرکه کې وویل چې د دغې ادارې کارکونکي حاضردمه پر يوه داسې سافت وير آزموينې کوي، چې مختلفې لهجې پيژني او د مجهوال الهويه مهاجرو تړاو له خپلو اصلي هیواد سره روښانه کوي.

د دې ترڅنګ امکان شته چې د آلمان د مهاجرت اداره د هغو مهاجرو ټیلفوني اړيکې هم تر څيړنو لاندې ونيسي کوم چې د هويت اسناد له ځانه سره نه لري. افغانان هم د هغو مهاجرو له ډلې څخه شميرل کيږي چې تل ندي توانيدلي د هويت اسناد وړاندي کړي.

ميرمن کرت د فرانکوا آ په اړه وویل چې د مهاجرت ادارې په « ټولو برخو» کې تيروتنې ترسره شوي چې پايله يې دا شوه چې دغه آلمانی افراطي سرتيری د سوريايي مهاجر په توګه په رسميت وپيژندل شي. کرت زياته کړه چې د دې شان تيروتنو د مخنيوۍ په موخه، ژباړونکي د قرارداد له مخې مکلف دي چې کله د مهاجرو د خبرو په طرز کې تناقض ويني هغه د مهاجرت ادارې له مسئولانو سره شريک کړي.

فرانکوا آ څوک دی؟

د آلمان د مهاجرت ادارې مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل چې د فرانکو دوسيې تر رسوا کيدو وروسته، په پام کې ونيول شوه چې شاوخوا دوه زره دوسيې تر څيړنې لاندې ونيول شي. هغې وويل چې د دغه کار په پایله کې روښانه شوه چې د کارکونکو لخوا هغه پوښتنې او دلايل چې له مخې يې مهاجرو ته د منلو يا رد ځوابونه ورکړل شوي، په کافي اندازه ندي ثبت شوي. خو هغې ترڅنګ وويل چې اوس وضعيت ښه شوی دی.

فرانکو آ، هغه آلمانی ښي اړخی افراطي سرتيری دی چې پرته له دې چې په عربي ژبه پوه شي، ځان يې د مهاجرت په اداره کې سوريايي مهاجر معرفي او د دغې ادارې لخوا په رسميت پيژندل شوی وو. د آلمان د مهاجرت ادارې مشره وايي چې کوم ژباړنکې چې له فرانکوا آ څخه په فرانسوۍ ژبه پوښتنې کولې د هغه د خبرو تناقص ته متوجه شوی وو خو هغه يې د مهاجرت ادارې چارواکو ته نه وو ويلي.

د ميرمن کرت د خبرو پر اساس، دغه موظف کارکونکي له فرانکو آ سره ۸۰ دقيقې مرکه کړې وه او د ډیرو مهمو پوښتنو له کولو څخه يې ډډه کړې وه. د دغو ټولو سربيره د مهاجرت ادارې د رئيسې په آند د دغه ادارې په جوړښت کې هيڅ ډول تيروتنې شتون نلري.

مجرمو مهاجرو پر وړاندې حساسيتونه

هغې زياته کړه چې په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۴۳ سلنه رد شويو مهاجرو د آلمان د مهاجرت ادارې څخه شکايتونه کړي دي، خو يوازې ۱۳ سلنه يې بريالي ول.

کورت ټينګار وکړ چې داسې هيڅ نښې نښانې چې د مهاجرت کړکيچ پر بيا تکراريدو باندې دلالت وکړي شتون نلري. د هغې په خبره د آلمان د مهاجرت ادارې د ۲۰۱۷ کال په نيمايي کې شاوخوا ۱۰۰ زره د پناه غوښتنې درخواستونه ترلاسه کړي دي چې دا «دومره ډير» ندي.

ميرمن کورت دې ته هم اشاره وکړه، هغه مهاجر چې د جرم مرتکب ګرځيدلي د دوسيو پر وړاندې يې «حساسيتونه تر ډيرې لوړې کچې» رسيدلي دي. د بيلګې په توګه هغه مهاجر چې کرسميس بازار کې يې تروريستي حمله ترسره کړه دوسيه يې د څلورو اوونيو په ترڅ کې رد شوه.