1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د پناه غوښتونکو د منلو شرایط لا سخت کړي

۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

د آلمان فدرال حکومت د دغه هیواد پارلمان ته د پناه غوښتنې لا سخت تدابیر د بحث له پاره استولي دي. د کډوالو په برخه کې د میرکل سیاست په دې هیواد کې د پناه غوښتونکو ضد ګروپونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1GfdB
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان حکومت د سه شنبې په ورځ د پناه غوښتنې نوي تدابیر او شرایط ومنل. په دغو تدابیرو کې د په اصطیلاح «امنو هیوادونو» په برخه کې لا سخته پالیسې شامله ده. د دې پالیسې له مخې د یو شمیر هیوادونو پناه غوښتونکي د هغوی د اصلي هیواد له کبله په آلمان کې نه منل کیږي.

د آلمان فدرالې ادارې همداراز پر دې موافقه کړې ده چې د کم عمره پناه غوښتونکو له پاره د اوسیدو لا ډریر ځایونه په پام کې ونیول شي. پر دې سربیره پر داسې تدابیرو باندې هم موافقه شوې ده چې له مخې یې هغه کسان چې په آلمان کې نه منل کیږي بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي.

د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، د سه شنبې په ورځ وویل: «د آلمان حکومت له پاره د کډوالو د لوړ شمیر تنظیمول، یو مهم لومړیتوب دی. موږ غواړو او باید هم دغه لویه ننګونه له منځه یوسو.»

د راتلونکي کال د لږښتونو د پوره کولو په موخه، د آلمان د مالیې وزیر موافقه وکړه چې د روان کال له «ناڅاپي ګټو» څخه پنځه میلیارده یورو بیلې کړي. تیره اوونۍ د آلمان حکومت اعلان وکړ چې د دغه هیواد ۱۶ ایالتونو ته به هره میاشت د هر کډوال پر سر ۷۶۰ یورو ورکړي.

حکومت به همداراز هڅه وکړي چې هغو پناه غوښتونکو ته لږې پیسې ورکړي چې د پناه غوښتنې عریضې یې تر څیړنې لاندې وي. د پیسو پر ځای به دغو کسانو ته د ادغام کورسونو زمینه برابره شي. د آلمان پارلمان به اوس پر دغو شرایطو باندې بحث وکړي او هغه به د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته عملي شي.

د آلمان حکومت البانیا، کوزوو او مونتینیګرو هیوادونه د «امنو هیوادونو» په نوملړ کې شامل کړی دي. له دې سره به نو له دغو هیوادونو څخه پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته واستول شي. دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د بخښنې نړیوال سازمان مشر سیلمین کالیکان، ګواښ کړی دی چې له دې سره کیدای شي چې له امنو هیوادونو څخه د راغلو کډوالو غوښتنلیکونه په منصفانه توګه و نه څیړل شي.

د کډوالو له پاره شورا، چې په آلمان کې له سلو څخه د کډوالو په برخه ډیرو کې د کارپوهانو ډله ده، د سه شنبې په ورځ د حکومت پر نوي پلان باندې سختې نیوکې وکړې. د دغې شورا غړي وارنر شیفیور، ویلي دي چې دغه طرح د ویش پر اساس جوړه شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې کډوالو کړکیچ ته باید د یوه ناورین او چانس په سترګه وکتل شي. دغه کارپوه د امنو هیوادونو پر نوملړ او په آلمان کې د پناه غوښتنې پر اوږد بهیر باندې هم نیوکه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب