1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د ماشومانو پر ودونو قاطع بندیز ولګوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د آلمان د عدلیې وزیر هایکو ماس غواړي تر ۱۸ کلنۍ د کښته سن کسانو پر ودونو بشپړ بندیز ولګوي. ټاکل شوی چې د آلمان کابينه به د ماشومانو د ودونو پر ضد مبارزې پر یوې قانوني طرحې بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/2aiDF
Nigeria Proteste gegen Kinderehe
انځور: picture alliance/AP Photo

د آلمان د عدلیي وزیر هایکو ماس د آلمان خبري آژانس ته وویل: «هغه څوک د واده کولو حق لري چې ۱۸ کلن وي. ماشومان باید د ثبت احوال ادارې او د واده د عقد د مراسمو په ځای کې قرار و نه نیسي.»

که څه هم په آلمان کې واده کول اساساً ۱۸ کلنۍ ته تر رسیدو وروسته ممکن دی، خو په استثنایې مواردو کې په ۱۶ کلنۍ کې هم واده کولو ته اجازه ورکول کیږي.

په آلمان کې د «بهرنیانو د ثبت او راجستر مرکز» یا AZR د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې دوی قانوني سن ته د نه رسیدولو کسانو د واده شاوخوا ۱۵۰۰ پیښې ثبت کړي دي. د دغه مرکز په حواله په دې اړه تر اوسه پوري نوي ارقام په لاس کې نه لري.

د آلمان د عدليې وزیر په ځانګړي توګه د هغو مواردو په برخه کې د قانون سختول اړین بولي چې تر آلمان دباندي یې ودونه کړي دي.  

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو دوو کلونو کې آلمان ته په راغلو مهاجرو کې داسې کسان شته چې پخوا(آلمان ته تر مهاجرت مخکې) یې ودونه کړي دي.

هایکو ماس په دې اړه وویل آلمان ته په مخ پر زیاتیدونکي ډول هغه کسان مهاجر کیږي چې قانوني سن ته نه دي رسیدلي او ودونه یې کړي دي. د ماس په خبره په دوی کې داسې کسان هم شته چې تر۱۶ کلن دي.

نوموړي ټينګار وکړ: «موږ باید هغو ودونو ته اجازه ور نه کړو چې قانوني عمر ته نه رسیدلو انسانانو وده زیانمنوي. »

د هغي قانوني طرحي له مخې چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ به د آلمان کابينه پرې بحث وکړي، په ۱۶ کلنۍ به ودول يا واده کول په بشپړ ډول منع شي.

که چیري هلک یا نجلۍ د نکاح یا واده د عقد پر مهال د ۱۶ او ۱۸ تر منځ عمر ولري، په هغه صورت کې محکمه باید دغه واده بې اعتباره اعلان کړي.

یوازې په ډیرو سختو او ځانګړو مواردو کې د بیلګې په توګه د خطرناکو ناروغیو په صورت کې او یا هم په همدې منځ کې نجلی د بلوغ عمر ته رسیدلي وي او واده تائيد کړي، ممکن د دا ډول واده له بې اعتباره اعلانولو څخه صرف نظر وشي.

دغه قاعده د هغو ودونو په برخه کې هم اعتبار لري چې عقد یا نکاح یې تر آلمان دباندې شوې وي.

زموږ له ارشيف څخه: