1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د عراق سره په اقتصادي برخه کي نور هم اړيکي ښې کړي

۱۳۸۷ مرداد ۱, سه‌شنبه

د آلمان لومړۍ وزيري او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د عراق د لومړي وزير نوري المالکي سره په برلين کي خبري کړي

https://p.dw.com/p/Ehyc
د جرمني لومړۍ وزيره ميرمن انګيلا ميرکل په برلين کي د عراق د لومړي وزير نوري ال مالکي سره
د جرمني لومړۍ وزيره ميرمن انګيلا ميرکل په برلين کي د عراق د لومړي وزير نوري ال مالکي سرهانځور: AP

سره له دې چي په عراق کي امنيتي وضعه لکه د پخوا په شان سمه نه ده او په دغه هيواد کي جګړې او ترورستي عمليات لا دوام لري خو بياهم د آلمان حکومت غواړي چي له دغه هيواد سره خپلي اړيکي په تيره بيا په اقتصادي برخه کي ښه کړي نن په برلين کي د آلمان لومړۍ وزيري او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د عراق د لومړي وزير نوري المالکي سره خبري کړي.

د عراق صدراعظم ال مالکي د دوو کلو راهيسي په ډيرو سختو شرايطو کښي د عراق سرنوشت په غاړه لري . دده هدف روغه جوړه او بيرته يو کول دي .دی وايي چي عراق باید یو ډير قوي دولت وي ، چي دهغه ولس او مذهبي ډلي د فشار سره نه وي مخامخ : «زه د حکومت ، پارلمان او مختلفو سياسي ګروپو او د عراق د خلګو هراړخيزه ملاتړ احساسوم . دوی ټول دا آرزو لري، چي د عراق حکومت دي بريالی وي، او عراق دي د خطرناک حالت څخه وژغورل سي .»

د آلمان د اقتصاد وزير ګلوز او نوري المالکي
د آلمان د اقتصاد وزير ګلوز او نوري المالکيانځور: AP

ال مالکي دغه خبري دوه کاله مخکي د ده د صدراعظم کيدو پر وخت وکړې ، خو اوس هم د سنيانو، شيعه ګانو او کردانو تر منځ فاصله زياته ده . ولي بيا هم په عراق کي وضع تر پخوا سمه سوې ده .

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم په عراق کي دغه ډول پرمختګ احساسوي . خو د DW - آلمان ږغ راډيو د عربي څانګي کارکونکی ملهم ال ملایکا بيا د ال مالکي کارونه نسبت امريکاييانو ته لږ بولي :«ده په سياسي لحاظ ډير څه پلاس ندي راوړي . ده د خلګو غوښتنو ته جواب ندی ویلی . په عراق کښي برق نسته ، تيل نسته ،او هر ځای اختلاس او رشوت دی . خو يو کار چي ده کړی دی هغه دادی چي د نورو ملتو سره يې روابط سم کړي دي ، چي پخوا دغه ډول نه وه . »

نوري ال مالکي د صدام حسين په وخت کي په مخالف ګوند دعوت پوري اړه درلوده ، چي د مرګ په جزا محکوم سوی وو، او بيا سوريې ته تښتيدلی وو، او د هغه ځای څخه يې د عراق د رژيم د مخالفينو سره همکاري کوله . دی په 2003 کال کي د صدام د رژيم تر چپه کيدو وروسته عراق ته راغی، او بلاخره د امريکاييانو په کومک صدراعظم سو.

ملهم ال ملايکاوايي:« هغوی ګډ دښمنان درلودل: القاعده او د بحث ګوند.چي د دواړو په مقابل کي بايد مبارزه سوې وايي، د يوې خوا بايد د القاعدې او بحث دګوند پر ضد او دبلي خوا د عراق په چاروکي د ايران د اغيزو پر ضد.»

په دې ترځ کي د امريکايانو او ال مالکي ترمنځ اختلاف پيداسوی دی، امريکايانو خپل عراقی ملګری ال مالکي ډير ضعيف و باله او ال مالکي بيا په عراق کي د امريکايي عسکرو د بې رحمانه عملياتو څخه شکايت کوی. ځکه نو دی يوه ډيره سخته و ظيفه پر مخ باندي بيايي.

ال ملاييکا وايي:« دا مشکله ده چي وويل سي چي آيا ال مالکي ددغه چوکۍ د پاره يو وړ سړی دی. په عراق کي يوه سياسي خلا مو جوده ده، چي د هغه مسوليت د صدام حسين په غاړه دی. په عراق کي داسي سياسي قووتونه نسته، چي په وضع کي تعادل رامنځ ته کي. موږ يوازي سياسي، مذهبي ګوندونه لرو، چي کيدای سي په سياسي ګوندونو بدل سي».