آلمان: سیاسي پناه غوښتونکي ډير شوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه
په دې سره نو په ۲۰۱۲ کال کې آلمان ته د رارسیدلو کډوالو شمیر ۶۵۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی. دغه شمیر د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۱۹۰۰۰ زیاتوالی ښيي.
که څه هم په ۲۰۱۲ کال کې آلمان ته د راسیدلو سیاسي پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی دی خو بیا هم دغه شمیر د ۱۹۹۰ کلونو په پرتله کښته دی. هغه وخت آلمان ته هر کال نزدې ۱۰۰۰۰۰ کډوال رارسیدل.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې ډیری کډوال له بالکان هیوادونو څخه [جنوب ختیځې اروپا] چې د صربستان، مقدونيې او بوزنیا هیوادونه پکې شامل دي، آلمان ته راغلي دي. تر سیربیا وروسته په ۲۰۱۲ کال کې ډیری افغان کډوال آلمان ته راغلي دي چې شمیر یې ۷۴۹۸ تنو ته رسیږي. په همدې حال کې بیا سوریه او عراق آلمان ته د رارسیدلو کډوالو د شمیر له لحاظه په دریم او څلورم مقام کې دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هانس پیتر فریدریش، ویلي دي چې هغه د بالکان له هیوادونو څخه آلمان ته د رارسیدلو کډوالو لوړ شمیر حیران کړی دی. ښاغلي فریدریش ټینګار کړی دی چې د کډوالو په شمیر کې د لوړوالي راتلو تر شا اقتصادي لاملونه دي.
هانس پیتر فریدریش ویلي دي: «موږ به په داسې اقدامات کړو چې پر دې خبره باندي ډاډه شو چې څوک زموږ د پناه غوښتني له سیستم څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او هغه کسان چې په رښتیا [په خپلو هیوادونو کې] له کواښ سره مخامخ وي په آلمان کې سیاسي پناه ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د Pro Asyl په نوم یوه سازمان چې د پناه غوښتونکو د حقوقو په برخه کې کار کوي، د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې ډیر کډوال ومني.
له ۱۹۹۵ کاله تر ۲۰۰۸ کال پوري آلمان ته د رارسیدونکو ګډوالو شمیر د ټیټیدو په حال کې وو. له هغې نیټې راهیسې آلمان هم په دوامدار ډول هر کال لږو کسانو ته سیاسي پناه ورکړې ده.