آلمان روزنهايم ته مهاجر څرنگه رسيږي؟
په ۲۰۱۵م کال کي آلمان ته دومره مهاجر رسېدلي دي چي ساری ئې نه ليدل کيږي. اوس حتی ويل کيږي چي شمېر به ئې ۸۰۰۰۰۰ ته ورسيږي. په روزنهايم کي د ورځي په زرونو مهاجر په غير قانوني توگه د آلمان او اتريش تر سرحد تيري.
د بايرن ايالت په روزنهام ښار کي د هغو اورگاډو تلاښي کول چي د آلمان او اتريش تر سرحد تيري يو عادي کار گرځېدلی دئ. په روان کال کي تر اوسه پوري دغي سرحدي سيمي ته نزدې ۱۱ زره پناه غوښتونکي رسېدلي دي. د دوی اکثره د سوريې، اريتريا او سوډان دي.
پوليس د پلټني پرمهال د اورگاډي ټول واگونونه، تشنابونه او د بکسونو ايښوولو ځايونه تلاښي کوي. په هر اورگاډي کي د غير قانوني مهاجرو شمېر له ۵۰ څخه تر ۱۵۰ پوري وي. د اورگاډو په دغو تلاښيو کي له اگست مياشتي راهيسي ۳۰۰۰ غير قانوني کډوال پيدا سوي.
پوليس په اورگاډو کي د مسافرو اسناد ډېر دقيق گوري. ډېر مهاجر ويره لري چي آلمان ته تر رسېدو دمخه ونه نيول سي. ډېر ئې تلاښ کوي چي سويډن ته ځانونه ورسوي. په دغه هيواد کي د پناه غوښتونکو قانون قوي ټولنيز ملاتړ لري.
دغه گډوال له گرمۍ ځانونه خوندي کړي. له اورگاډو را کښته کړي مهاجر بيا له دغه ځايه يو جمنازيوم ته وړل کيږي او هلته ساتل کيږي.
دغه دوه ځوانانو د زرونو مهاجرو له ډلي څخه تر ټولو خوشبخته دي چي روزنهام ته ئې ځانونه رسولي دي. دوی له نايجريا څخه آلمان ته رسېدلي دي.
په هغو سپورټي جمنازيمونو کي چي اوس د پناه غوښتونکي له پاره کارول کيږي، په سوونو مهاجر په دې تمه دي د پوليسو له خوا راجستر سي. دوی په ورځو ورځو د خپلو جامو د بدلولو امکان نه لري.
کله چي يو مهاجر ونيول سي، له هغه څخه ټول شيان که پيسې وي، که تليفون او که کمربند اخيستل کيږي او په یوه پلاستيکي کڅوڼه کي ساتل کيږي. د هر مهاجر پر لاس يو بند تړل کيږي او پر هغه باندي نمره وهل کيږي. کله چي دوی ته بيا مونشن ته د ورننوتلو اجازه ورکول کيږي ورڅخه اخيستل سوي شيان بيرته ور تسليميږي.
د ارزوني په مرکز کي د نوم لیکني پرمهال هر پناه غوښتنوکي بايد عکس واخلي. دوی ته يو ژباړونکی هم په کار وي. دغه پروسه کيدای سي ساعتونه دوام وکړي.
د هر پناه غوښتونکي د گوټي نخښه هم اخيستل کيږي. هر مهاجر کتل کيږي چي کومه ناروغي خو به نه لري. تر صحي معاينې وروسته بيا مهاجر يو کتوب ورکول کيږي او اجازه لري چي مونشن ته داخل سي او هلته د پناه غوښتني اسناد وړاندي کړي.