1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ۱،۵میلیونه کډوالو د راتگ اټکل رد کړی

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د بیلد ورځپاڼې هغه ادعا رد کړې ده چې ګواکې آلمان ته په یوه کال کې د ۱،۵ میلیونه کډوالو د راتگ اټکل شوی دی. تر دې مخکې د آلمان حکومت د ۸۰۰ زرو او یو میلیون تر منځ کډوالو د رسیدو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/1GjER
انځور: picture alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د بیلد ورځپانې د دوشنبې ورځې دغې خبر په آلمان کې د کډوالو په اړه بحث لاپسې تود کړ. نوموړې ورځپاڼې د یوه سرې سند، په حواله رپوټ ورکړی وو چې له مخي یې ښایي سږ کال په آلمان کې ۱،۵میلیونه کډوال د پناه غوښتنه وکړي. په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي وو چې ښایي د روان میلادي کال تر پایه پورې دې هیواد ته د ۹۲۰۰۰۰ کډوالو راتګ د اټکل شوی دی.

د دې ورځپاڼی په رپوټ کې راغلي دي چې «د کډوالو د شمیر ډیریدل د ستونزو د ډیریدو لامل ګرځیدلی شي.» د رپوټ له مخې اوس آلمان ته د روان کال په وروستیو درو میاشتو کې هره ورځ له پولې څخه له اووه زرو څخه تر لسو زرو پورې ناقانونه کډوالو د تیریدو اټکل کیږي.

د دوشنبې په ورځ د یوه دولتي خبري کنفرانس پر مهال د حکومت ویاند گیورگ شترایتر، وویل چې د دې سند په اړه معلومات نه لري او نه پوهیږي چې ورځپاڼې دا سند له کوم ځای څخه موندلی دی. شترایدر زیاته کړه: «په دولت کې هیڅوک داسې یو سند نه پیژني او د دې خبرې په نظر کې نیولو سره باید موږ دې سند ته اعتبار ورنه کړو.»

د کډوالو یو ناڅرګنده شمیر

Brandanschlag auf Flüchtlingsheim in Bischhagen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gränzdörfer

د سږ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په رسمي وړاندوینو کې ډیری بدلونونه راغلي دي. په وروستۍ دولتي وړاندوینه کې ویل شوي دي چې سږ کال به ۸۰۰ زره کډوال آلمان ته راورسیږي. سره له دې چې د آلمان د صدراعظمې مرستیال ګبریل زیګمار، څو ځلې ویلي دي چې دا رقم ښایی یو میلیون ته ورسیږي خو د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت د دې شمیر د بدلولو هیڅ کوم هوډ نه لري.

په آلمان کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند هارلد نیمنس، د دوشنبي په ورځ د کډوالو په اړه د ارقامو له شریکولو ډډه وکړه او و یې ویل: «شمیر به، بې له شک ډیر لوړ وي خو موږ نه شو کولاې له پولې څخه د تیریدونکو کډوالو د ورځني او اوونیز شمیر په پام کې نیولو سره کلنۍ وړاندوینه وکړو.» هغه همدا راز وویل چې د آلمان حکومت تمه لري چې د یخنۍ له کبله به د کډوالو شمیر په ژمي کې راټیټ شي.

نوې تګلاره

تیره اوونۍ د آلمان په پولو کې د اغزي لرونکو موانعو د درولو خبرې اترې روانې وي. په خاصه توګه د بایرین مسیحی سوسیال ګوند په دې خبره ډیر ټینګار درلود. د دې ګوند مشر هورست زیهوفر، وویل: «موږ نور کډوال نه شو منلی. موږ د کډوالو شمیر محدودول غواړو.» د آلمان د یووالي د ۲۵ کلیزه په لمانځغونډه کې د دې هیواد ولسمشر یوآخیم ګاوک، وویل چې د آلمان د کډوالو د منلو شمیر باید له حده ډیر اټکل نه شي.

Infografik Verteilung syrischer Flüchtlinge 2011-2015 Englisch

دا خبرې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د ګوند څخه د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، له خوا هم تکرار شوې. هغه هم ټینګار وکړ چې آلمان باید د کډوالو شمیر ته یو حد وټاکي.

د یوې مناظرې په جریان کې ديمزییر وویل چې د کډوالو کړکیچ د آلمان د ظرفیت آزموینه ده: «د همدې له پاره باید موږ د کډوالو شمیر محدود کړو ترڅو خپل انډول وساتو.»

د میرکل ډیر نږدی سیاسي ملګري لکه د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، د صدراعظمې په طرفدارۍ سره وایي: «موږ باید د کډوالو راتګ محدود کړو خو د اغزي لرونکو سیمونو کټارې په دې اړه کومه مرسته نه کوي.»

د «پيګیدا» ملاټري مخ په ډیریدو دي

په آلمان کې د کډوالو ضد ویناوو یو لړ نیوکې هم راپارولي دي. په آلمان کې د ترکانو ټولنې «TGD» وایي چې «دا د منلو وړ نه ده چې مسیحی سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات ګوند د کډوالو د شمیر د محدودولو خبرې کوي.» د کډوالو ملاتړي بنسټونه لکه TGD او پرو ازول «Pro Asyl» وایي چې د سیاستوال د کډوالو ضد خبرې کولای شي چې د کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي د ډیریدو لامل وګرځي. TGD وایي: «دا خلک باید په داسې یوخ وخت کې چي نزدې هره ورځ د کډوالو پر استوګنځایونو بریدونه کیږي د کډوالو پر پالیسۍ د انتقادي نظرونو له څرگندولو څخه ډډه وکړي. د یوه سیاستوال دنده دا نه ده چې اور ته لا نور لرګي واچوي بلکه هغوی باید د یوه متنوع او آزاد آلمان په ملاتړ خبرې وکړی.»

Deutschland Pegida-Demonstration in Dresden
انځور: picture-alliance/dpa

دا یو واقعیت دی چې د کډوالو په اړه د سیاستوالو سختو نظرونو او انتقادونو د پیګیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کولو پرضد د اروپايي وطنپرستانو غورځنگ) په څیر خوځښتونو ملاتړي ډیر کړي دي. دې ډلې د یکشنبی په ورځ د چک جمهوریت سره پر پوله کی د زیبتز په ښار کی یوه مضاهره وکړه چې ۲۵۰۰ کسانو په کې ګډون کړی وو. همدا راز د کیمنتز په ښار کې د شنبې په ورځ د کډوالو پر ضد مظاهرې هم ۱۰۰۰ تنه ګډونوال لرل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب