1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د پناه غوښتونکو د موبایلونو ثبتول غواړي

۱۳۹۶ فروردین ۱۳, یکشنبه

د آلمان حکومت غواړي داسې يو قانون جوړ کړي چې د پناه غوښتونکو د موبایلونو ديتا ته لاسرسۍ پیدا او په مرسته يې د هغوی په هکله مالومات ترلاسه کړي. خو د دغې طرحې مخالفان بيا دغه کار د آلمان د اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

https://p.dw.com/p/2aW8A
Deutschland Handys von Flüchtlingen im Visier
انځور: picture alliance/AP Images/A. Ghirda

د آلمان د مهاجرت ادارې(BAMF) نوي مشري يوټا کورت وايي چې د پناه غوښتونکو د موبايل تيلفونونو ثبتول مرسته کوي چې د پناه غوښتونکو د پيژندګلوۍ کار اسانه کوي. د کورټ اداره اوس په چټکۍ سره پر دغې مسودې کار کوي چې د روانې (اپريل) مياشتې په ۲۷مه نيټه به یې پارلمان ته وړاندې کړي. که چيرته دغه مسوده د پارلمان لخوا پاس شوه په هغه صورت کې د آلمان د مهاجرت اداره کولای شي د پناه غوښتونکو موبايلونه ثبت کړي.

يوټا کورټ يوې محلي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي. « د موبايل ټيلفونونو د ثبتولو له لارې د هغو پناه غوښتونکو چې پاسپورت نلري پيژندګلوي کيدای شي، همدا ډول چې د کوم ملت او د کوم هيواد څخه دي. د دغې لارې ترلاسه شوي معلومات د پناه غوښتونکي په اړه پريکړې سره مرسته کوي چې آيا هغه واقعا په آلمان کې د سياسي پناه اخيستو مستحق دی که نه».

مخالفتونه

خو په دغې مسئله کې د آلمان په حکومت ګډ ټول ګوندونه د مهاجرت ادارې(BAMF) سره همغږي ندي. د آلمان حکومت سياسي مخالف ګوندونه او د مهاجرو له حقوقو څخه ملاتړکونکې ادارې هم د داسې يو قانون له جوړيدو سره مخالف دي.

په آلمان کې د ديتا د محافظت کمشنرې اندريا فوشوف د روانۍ اوونۍ په پيل کې له دغې طرحې په اړه انديښنه وښوده او وې ويل چې دغه طرحه به د محکمې پر وړاندې ځوابګویه نه وي. د دغې طرحې مخالفان په دې نظر دې که حتې د مهاجرت اداره دغه صلاحيت ترلاسه هم کړي نو هيڅ ډول ګټورې پايلې به ونلري.

خو د مهاجرت اداره وايي چې د پناه غوښتونکو د موبايلونو ديتا ته لاسرسی او په ټولنيزو رسنیو کې د هغو پر پروفايلونو د خپاره شويو مطالبو له مخې ډیر د اعتماد وړ معلومات ترلاسه کيدای شي او دا معلومات د پناه غوښتونکو د اصليت په پيژندنه کې ښه مرسته کولای شي. په اصل کې به دغه اقدام پر دې اساس ترسره کيږي چې پناه غوښتونکي به خپل د موبايلونو د ترکینګ سيستم نه بندوي او د آلمان له حکومت سره به همکار وي.

« ديتا ته لاسرسی اسانه کار ندی»

په آلمان کې د يوې کمپيوټري مجلي ايډيټر فابیان شرشل دويچه ویله سره په مرکه کې وويل چې د پاسورد او تخنيکي معلوماتو پرته، د مهاجرو د موبايلونو ديتاوو ته لاسرسي اسانه کار ندی. هغه دا هم وويل چې د موبايل ټیلفونونو له ديتاوو څخه سل په سلو دقیق معلومات نشي ترلاسه کيدای.

بل لور، د آلمان د مهاجرو له حقوقو څخه د ملاتړ ادارې (پرو ازول) پر حواله، دغه ډول قانون به د آلماني د اساسي قانون سره په ټکر کې وي. د پرو ازول ادارې د قانون د برخې مشر بيرنډ ميسووچ دويچه ويله ته وویل چې د آلمان د فدرالي حکومت د اساسي قانون محکمې په ۲۰۰۴ کال کې داسې پريکړه کړي چې له مخې يې حکومت په زياته کچه جاسوسي نشي کولای.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.04.2016):