آلمان د «پتريوت» ماموريت ته سرتيري ولېږل
۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبهآلمان د ترکيې په جنوب کي له سوريې سره په سرحد کي د دافع هوا توغنديو «پتريوت» د ماموريت له پاره ۲۴۰ تنه سرتيري دغه هيواد ته لېږلي دي. دغه ماموريت د سوريې له خوا د احتمالي توغنديو د توغولو د مخنيوي له پاره دئ.
په پلان کي ده چي د طبي پرسنونل سره نزدې ۳۵۰ تنه آلماني سرتيري به له امریکايي او هالندي سرتيرو سره یوځای دغه ماموريت ترسره کوي.
وروسته له هغه چي د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په مياشت کي د سوريې له اړخه د توغندیو او راکټي بريد په نتيجه کي پنځه تنه ترکان ووژل سول، د ترکيې په غوښتنه سره ناټو له سوريې سره په سرحد کي د «پتريوت» توغنديو د نصبولو پريکړه وکړه.
د تيرکال د دسمبر په مياشت کي د آلمان پارلمان دغه ماموريت چي يو کال به دوام وکړي تصويب کړ. روسيه او ايران چي د سوريې متحدين دي د دغه راکټو له نصبولو سره مخالف کړی دئ.
د پتريوت توغنديو ماموريت د ناټو په چوکاټ کي له تر کيې څخه د دفاع په موخه تصويب سوی دئ. په راتلونکو څو وروځو کي به نزدې ۳۰۰ پوځي موټره ترکيې جنوب ته له سوريې سره سرحد ته ورسيږي.
د هالنډي ځواکونو د پتريوت ماموريت به د آدانا په سيمه کي وي او امريکايي ځواکونه به گازيان تيپ په سیمه کي وي.
دغه ښارونه يا کلي د ترکيې په جنوب کي له سوريې سره په سرحد کي پراته دي او د آلمان د پتريوت ماموريت به په سيمه کي د روان کال د فيبرورۍ په مياشت کي پيل سي.
د آلمان د پتريوت توغندی کولای سي چي په هوا کي د الوتکو او توغنديو مخنيوی وکړي، خو د دغه آلمان ماموريت مشر مارکوس يلليرمن وايي، چي دا له سوريې سره په ۹۰۰ کيلومتره لرونکي سرحد کي کفايت نه کوي.