1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرينو په برخه کي له کاناډا څه زده کوي؟

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه

کاناډا له خپل اوږده تاریخ سره د مهاجرتونو د هیواد په توگه ډیري تجربې لري. هرکال د دغه هيواد د نفوس په شمېر کي يوه سلنه زياتوالی راځي، چي لويه برخه ئې کارگر کډوال تشکيلوي.

https://p.dw.com/p/16pt7
انځور: picture-alliance/dpa

د نفوسو او پرمختگ د چارو انستیتیوت څېړني ښيي، چې آلمان کولای شي، د کډوالو د سیاست په برخه کې له کاناډا څخه ډیر څه زده کړې.

د رلين انستيتيوت مشر راینرکلینگهولس وايي، چې آلمان باید خپل کوښښونه زیات کړي، چې بهرنیو هیوادونو ته ځان د کډوالو د یو جذبوونکي هیواد په توگه ور وپیژني. د هغه په اند له لس ۱۵کلونو راهیسې په آلمان کي کاري ځواک ته اړتیا لیدل کیږې.

آلمان نه شي کولای چې د خپل کاري ځواک د نوي کولو له پاره یوازي د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو پر کاري ځواک باندي تکیه وکړي.

په عین وخت کې د آلمان سیاستوال باید په ښکاره توگه د کډوالۍ پر پدیدې اعتراف او د هغې پر کټو باندي ټینگار وکړي.

کاناډا له ۱۹۶۷کال راهیسي خپل کډوال د نمرو د یوې قاعدې پر اساس انتخابوي. د انتخاب په برخه کې په ډیرو ژبو پوهیدل او د زده کړي درجه مهم بلل کيږي. هغه کډوال چې دغه استعدادونه ولري، کولای شي چې د دغو نمرو دوه پر دریمه برخه ترلاسه کړي. سربیره پر دې د کاناډا حکومت د نمرو وېش، د کاري تجربې، عمر او یا هغه کسب چې د کډوالو زده دی هغې ته د اړتیا پر اساس ورکوي، خو ځیني نوري خبري هم په پام کې نیول کیږي، لکه زده کړه او په دغه هیواد کې د استوگنې وخت هم په پام کې نیول کیږې.

خو کلينگولس وايي، چې په کاناډا کې د کډوالۍ قانو یوازي د تحصیل درجه او لوړ کاري توان په نظرکې نه نیسی:

«سربیره پر دې طبيعي ده چې په کاناډا کې د نفتو د صنعت، نرسنگ او ځنگل دارۍ صنعت په برخه کې لږ شمیر روزل شوي کاري ځواک ته اړتیا ده، او د دا ډول کسانو له پاره داسي ځانگړي پروگرامونه شته چې د ایالتونو او حکومت له خوا تر سره کيږي.»

هغه زیاتوي، چې دغه امکانات په لومړي قدم کې کډوالو ته په اختیار کې ورکول کیږي، چې تريوې ټاکلي مودې وروسته دغه کډوال د کاري ځواک کمبود بشپړوي. خو په دایمي توگه د پاتېدو له پاره یوازي د لږ شمیر کسانو پر مخ دروازه خلاصه وي.

د برلین د انستیتیوت دغه مشر نیوکه کوي، چې تر يوې ټاکلي وروسته په آلمان کې د دایمي ویزې یا الماني پاسپورت د ترلاسه کولو امکانات د کاناډا په پرتله ډیر ستونزمن دي.

هغه کاري مهاجرین، چې غواړي کاناډا ته مهاجر شي مخکي تر دې چې دغه هیواد ته ولاړ شي د کوم ټاکلې کار غوښتنه نه لری، خو له که څرنگه چې د برلین له انستیتیوته يا د دغي څېړني له دوو څېړونکو څخه يو ستيفان سیفرت وايي، چي دغه امر زيان رسوونکی نه دی، ځکه چي په کاناډا کي د مهاجرو د ادغام ډير فعال سياست شته.

هغه وايي: «هغه پروگرام چي د مهاجرينو له پاره نوی ژوند ميسروي، تر سفر مخکي په خپل پلرني ټاټوبي کې د معلوماتي کورسونو له لاري پيليږي، چې په دې توگه کاناډا ته له واقع بينانه تمي سره راشي.»

د دغي څېړني پراساس د کاناډ تعليمي نظام د آلمان تر تعليمي نظام شفاف دی، شتيفان سيفرت وايي، چي په دې دليل د کاناډا تعليمي نظام د کډوالو د ماشومانو له پاره گټمن دی.

ريپرگر/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل